موقع
چي ستره لار د پر مختګ د کاروانو نه ويني
لوی جنبشونه شور او زوږ د زمانو نه ويني
هغه قومونه دي ړانده يا په غلطه روان
چي ګرد او دوړي څوک د مخکي قافلو نه ويني
د بل د لاس په اشارو چي قوم پري پري شي
له لوګو پرته به بل څه په اسمانو نه ويني
قوم دي د خپلي ناروغۍ علاج پخپله وکړي
پخپل کاله کي دي نوکر ځان د پردو نه ويني
څوک چي طلب د ځلاند لمر کړي لار دي يوه کړي خپله
نو به ګلونه د سپرلو په ژړيدو نه ويني
د چا چي خوښي وي د سرو شونډو پيالي د ميو
بي ميخاني نه رندان لار بله د تلو نه ويني
د لوی افغان قسمته پاڅه وخت د خوب پوره دی
دښمن دي خوب د يو کيدو بي ورک کيدو نه ويني
ته د ختيځ لويديځ بلا لر نه تر بر وخوړې
ته بي خبر څه طريقه د پاڅيدو نه ويني
که درنه دا موقع خطا شوه وار دي ونه کړلو
نو خدمتګاره! پښتو لاړه بيا پښتو نه ويني