په تخار کي د کلابند پښتنو په اړه
ګرانو هېوادوالو
دا د پټي سر دئ، پټی کښته سورور دئ .
په تخار کي مو پېغلي د ازبکو ځناورو لخوا کلابند شوي دي . هره شېبه د دي ګواښ دی چي پر دغو پېغلي د دي ځناورو له خوا تر مرګه جنسي تېری وشي . ښاغلی کرزی ښه خبر دی، خو دی د تاجیکي پیغلو د سندرو او نڅا بازار ته او د ایراني کلتور خپراوي ته د فارسي ټېلویژن په جوړولو لګیا دی .
په تخار کي مو تيخور وږي تږي، په نس ناستي او ناروغ ماشومان کلا بند دي . هره شېبه د دي خطر شته چي د دي ځناورو لخوا د کوشنیو مرغیو په څیر په ګولیو وویشتل شي . ښاغلی کرزی ښه خبر دی، خو دی د خپل زوی میرویس خان سره په لوبو بوخت دی .
په تخار کي مو وږي تږي خویندي میندي کلابندي دي، دوی د خپل کوشنیو ماشومانو د مرګ او لوږي سلګۍ اوري، د پېغلو د عزت او عفت ساتلو لپاره په زړه خوړیني دی . هر شېبه د دي خطر شته چي ازبک ځناور پري ورودانګي او د دوی تر سترګو لاندي یي هم ماشومان ووژني او هم یي پېغلي بي عفته کړي . مېرمن کرزۍ ښه خبره ده، خو دا د ارګ د دېوالونو تر شا د خپلو درباري سیلیو سره د میرویس خان په روزنه او پالنه لګیا دي چي پر شونډو یي موسکا خوره وي او له ګرمۍ او یخنۍ څخه په امان وي .
په تخار کي مو ځوانان او سپین ږیري کلابند دي . د دوی پر خوله روژه، پر زړه ډار او غم دی . دین، مذهب، افغانیت او پښتني غیرت یي نور دا د بي عزتۍ ژوند زغملی نه شي . خو څه وکړي چي د پښتون ولس مشر په مشرۍ کي دا مصلحت ګڼي چي له دغو ځناورو سره لاس توري ته نه کړي . دغه وروڼه اوس هم د خپل پښتون ولسمشر د مرستي په هیله دي، اوس هم د یوه سوله اییز حل لپاره دغه بي رحمي مني . ښاغلی کرزی او نور کرزیان، او همداسي نور پښتانه دولتي کارمن خبر دي، خو دوی څه وکړي . تر جنګ جګړې، غیرت او ناموس ساتني د غلامۍ ژوند ډېر خوندور دی . ولي د یو څو پښتنو کورنیو لپاره خپل چوکۍ له لاسه ورکړي؟
پر دغه ناورین ښاغلی استا عبدالرب الرسول سیاف (توري وهونکی) هم خبر دی، خو دی څه وکړي . اوس یي توره پر مځکه ایښي ده . له توري وهلو یي استئفا کړي ده . همداسي یي پر هغه خوله مهر لګولی دی او حقیقت نه وایي . اوس په دي مړه دېموکراسۍ کي سوداګري خوند کوي، په ولسي جرګه کي رویایي روغبړ خوند کوي، پر هندي سریالو کره کتنه خوند کوي .
ذبیح الله مجاهد هم خبر دی، خو هغه به څه وکړي . د دي پر ځای چي د شمالي ځناوري ټلوالي او اوزبک ځناور او خونیان په کابل او شا او خوا کي ووژني، دی له غزني څخه تر کندهار، هلمند او نیمروز پوري پلونه او لاري ویجاړوي . ښاغلی مجاهد د پښتنو پر حلالولو لګیا دی، د ښونځیو او کتابونو پر سېځلو لګیا دی . انتحاري حملي یوازي د افغان مزدورکارانو پر وړاندي جهاد ګڼي .
قاري احمد یوسفي هم خبر دی، خو هغه څه وکړي . هغه خو د ختیځ او لر افغانستان په سیمو کي د لارو او ښونځیو ویجاړولو،کتابونو سیځلو او پښتنو حلالولو دنده پر غاړه لري . د ده یي پري څه؟ طالبانو خو هم د امریکا په څېر کړنلاره خپله کړي ده . که څوک له امریکا سره ملګري وي، هر څه سم دي . خو که له امریکا سره ملګري نه وي، بیا نو ترهګر دي .
همداسي د طالبانو نظر هم دی . که مو له طالب سره په وژنو کي مرسته وکړه، بس مجاهد یاست . خو که مو مرسته په وس کي نه وه، او یا مو هم ماشومانو ته د ډوډۍ پیداکولو لپاره هلي ځلي کولې، بیا نو کافر یاست . خبر شئ، طالب مو په ګولیو نه ولي، بلکي په یوه لویه پڅه چاړه مو وژني .
ګرانو هېوادوالو،
راځئ چي ښاغلی کرزی وپوښتو :
څه شوه هغه لوړه چي پر قرآن د لاس کېښووه چي د خلکو حق به ورکوې؟
څه شو هغه انساني ضمیر چي په لمړیو شپو او ورځو کي به دي خلکو ته د ننداري لپاره وړاندي کاوه؟
څه شوه هغه د احمدشاه بابا وینه چي ستا په رګو کي ځلغېده؟
څه شوه هغه دمورکوسي چي د پلیتابه لپاره یي له کلونو کلونو راهیسي یوازي ماشومان او مېرمني قربانوې؟
څه شوه هغه افغاني شمله چي پښتانه د پري وغلول؟
څه شوي هغه اوښکي چي په هر مجلس کي به د پر \”اننګو\” رارواني وې؟
څه شو هغه غیرت چي له مخي یي د پر خپل زوی د \”میرویس\” نوم اېښووه؟
تاسي پوهېږئ چي پښتون په عفت، عزت، رښتینولۍ، ایمان دارۍ، ژمنه، رحم، جګړه او توره پښتون دی، کنه نو د یویشتمي پېړۍ جاهل دی؟
تاسي له خپل لقب ولسمشر څخه نه شرمېږئ؟
تاسي د دفاع وزیر په یونیفارم او نښانونو نه شرمیږئ؟
پرون مو چي هغه پیت پوزي ته د غازي امان الله خان مډال ورکاوه، آیا د غازي امان الله خان له نامه نه شرمېدئ؟
آیا د هغه له انځوره نه شرمېدئ؟
تر پرونه د پوهنتون او دانشکده پر کلمو بحث کېده، خو نن چي فارسي تېلویزون جوړ شي، بیا به څنګه دا کلمي منع کړئ؟ چي تېلویزون فارسي وي، د پښتو کلمي به خوا مخوا پکي بدي ښکارېږي . اټن به مو په تاجکي ډانس بدل شي . په هر خپرونه کي به د وطني شړمبو پر ځای \”وودکا ګورباچوف او ویسکي\” چښل کېږي . انساني اسلامي رښتینی کرامت او پښتني غیرت او دود به پر فارسي-تاجکي خیالي، رویایي، دروغ او کرکجن کلتور بدل شي .
هو، دا د پټي سر دی، پټی کښته سورور دی . دا خو لا تر اوسه پیل دی، نور به څه راباندي تېر شي . اوس مو هم ډېر له لاسه ورکړل، خو یو عزت مو چي تر اوسه ساتلی وو، هغه به اوزبک ځناور راولوټي . له چا څخه د غیرت تمه وکړو :
تاسي اوسني واکدارانو ته دغه بیت ډالی کوم . خدای د وکړي چي د پردیو چوپړ ته مو لا ډېري نوري ولولي راوپاروي .
هر سړی پیدا دی خو خپل کار لره کنه
زلفي چي ول ول شي خو خپل یار لره کنه