کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ژورنالېزم پېښلیک (۲)

د ژورنالېزم پېښلیک (۲)

ژورنالېزم د لمړي ځل لپاره سر له لمړۍ پېړۍ په راوروسته وخت کي د روم په امپراتورۍ کي اوچت کړ .  نوموړي امپراتورۍ یوه ورځپاڼه د اکته دیورنه\” (Acta Diurna )په نامه چاپوله چي Gaius Iulius Caesar په لاس لیکله .   هممهال یو بله اوونیزه خپرونه هم پیل شوه چي \”کومېنتاریوس رېرون نوؤه روم\”  نومېده.  د اوسنۍ مجلي په څېر هغه هم پر سیاسي، ټولنیزو او سوداګریزو موضوعاتو راڅرخېده .  د پام وړ دا ده چي نوموړي خپرونه د دروسوو لیکوالو له خوا په لاس لیکل کېده .
له دي راوروسته په منځنیو پېړیو کې، مخکي له دي چي د چاپ ماشینونو جوړ شي، سوداګریز مالومات به هم پر وړو وړو پاڼو په لاس لیکل کېدل . دغه مالومات به له یوه ځایه به بل ځای ته، په ځانګړي توګه له یوه بندره بل ته لیږدېدل چي د \”اؤیسي\” (Avvisi)په نامه یادېدل چي مانا یي خبرونه ده .  د دي مالوماتو موخه یوازي او یوازي د سوداګریزو لارو او بازارونو څېړل وه  چي یوازي به د سوداګرو له خوا لسوتل کیدل .

د نني یا نوي ژورنالېزم پیل

یوهان کرولوس(Johann Carolus) په سپاړسمه پېړۍ کي د شتراسبورګ په ښار کي ژوند کاوه .  ده د ورځپاڼي د چاپ دنده پر مخ وړه .  نوموړي هغه مهال د اروپا په لویو لویو ښارونو کي لیکوال وګومارل چي په هره اوونۍ کي نوي خبرونوه راټول او ده ته واستوي .  کرولوس به بیا دغه خبرونه په خپل لاس څو ځلي لیکل او هغو کسانو ته به یي لېږل چي سوداګر ول او غوښتل یي چي د اروپا پر سوداګریز اکر بکر خبر شي .
ده په  کال ۱۶۰۵  کي له یوه بل کس چي هغه هم په شتراسبورګ کي ژوند کاوه، دري د چاپ ماشینونه وپېرل او په خپل کور کي یي ځای پر ځای کړل .  وروسته له دي به کرولوس راټول شوي خبرونه په ماشینونو دومره ډېر چاپول چي د وخت په پرتله له اوسنیو پاڼو څخه کم نه ګڼل کېږي .

په ۱۶۳۱ کال کي یو بل فرانسي لیکوال \”تېئوفغسته غونو\” (Théophraste Renaudot) یو ګام لا نور هم مخ ته ولاړ او خپله لمړۍ ورځپاڼه \”له ګڅېټ\”  یي په اوسني او نوي ډول چاپ کړه . ده وکړای شول چي له دي سره سم د نوي یا هم مودرن ژورنالیزم بنسټ کېږدي . فغسته غونو، نه یوازي ورځپاڼي ته داسي سکوی او شکل ورکړ لکه په اوسمهال یي چي وینو،  بلکي په ژورنالېزم کي یي نوي ژانرونه یا ځېلونه هم راپیدا کړل، لکه تبصره او راپور یا رپوټ چي تر نن ورځي  لیکل کېږي .

د اتلسمي  پېړۍ له پیله سره سم په امریکا کي هم نوي ورځپاڼي منځته راغلي چي یوازي به سوداګرو، حکومتي کارمنو، او همدارنګه شتمنو خلکو اخستلای شول .  خو د اتلسمي پېړۍ په پای او د نولسمي پېړۍ په پیل کي کله چي د چاپ تخنیک ډېر پرمختګ وکړ، نو د چاپي خپرونو بیه هم راکښته شوه . دا د دي سبب شوه چي  هر څوک وکولای شي چي یوه ورځپاڼه وپېري . دا چي د ورځپاڼي چاپ، پېرل او پېرودل ډیر شول، نو ډېرو کسانو هڅه وکړه چي په دغه څانګه کي کار پیدا کړي اوله دي لاري خپل ورځنی لګښت پوره کړي .   له دي سره سم، د ژورنالېزم څانګه یا مسلک هم وزیږېد .   د یادوني وړه ده چي په  دغه وخت کي به له خبرÙ
 �نو او نورو څېړنیزو لیکنو سره د هر خبریال خپل نظر هم ګډ لیکل شوی وو . دغه ګډ لیکل تر ډېره د دي لامل وګرځېد چي لوستونکی به نه پوهېده چي آیا دا د خبریال شخصي نظر دی، که حقیقت .

کله چي په کال ۱۸۳۵  په نیویارک ښار کي \”نیویارک هرلد\” (New York Harald) ورځپاڼه جوړه  شوه، نو لیکوالو یي ډېر کوښښ وکړ چي ولس ته په بي پري توګه  خبرونه وړاندي کړي .  د دي ورځپاڼي چاپونکیو به هڅه کوله چي د یوي پېښي په باره کي پوره څېړنه وکړي چي د خبر اصل او رښتیا وپېژني او په همغه آره بڼه یي خلکو ته وړاندي کړي . مانا دا چي  بي له دي چي خپل یا د بل نظر ورسره ولیکي  .  د همدغو هاندو هڅو پایله دا شوه چي ژورنالېزم د مالوماتي څانګي یا مسلک په توګه وپېژندل شو .

په همدي ډول په کال ۱۹۰۰  د \” هواس\” (Havas)خبري آژانس له جوړېدا سره سم،  په دغه ډول خبر لیکنګ چي ګواکي شخصي نظر به نه پکي ځای ورکول کېږي، ډېر ټینګار کېده .  او د وخت په تېرېدا سره دغه کړنلاره  ورو- ورو  ډېره اغېزمنه څرګنده شوه .

د ټولیزو رسنیو پیل

د نولسي پېړي په نیمایي کي چي کله په امریکا کي د لیک لوست، چاپ و تخنیک او سوداګرۍ  په برخه کي په بي ساري ډول پرمختګ وشو، او خبرونه د تېلېفون او تېلګراف له لاري لېږل کېدل، نو  ډېرو سوداګرو هڅه کوله چي خپل اعلانات د ورځپاڼو له لاري خلکو ته ورسوي او په دي توګه د ډېرو کسانو پام ځانته راواړوي . له دي سره سم ډېرو لیکوالو او ژورنالېستانو ته اړتیا پیداه شوه او په همدي توګه د رسنیو بازار هم تود شو چي پایله یي د یو  ډول ټولیزو رسنیو زېږد وو .

د نولسمي پېړي په دوهمه نیمایي کي ژورنالېزم د واک او ځواک په توګه هم وپېژندل شو چي کولای شي، ټولیز ټولنیز افکار، الواک، او اندوواندته ونجون ورکړي .  دغه لړۍ تر اوسه هم روانه ده :
 ډېر سیاسي او سوداګریزي ډلي ټپلي تل په دي هاندوهڅو کي دي چي د خپلي خوښي سره سم خلکو ته داسي مالومات ورسوي چي د هغوی نظر د دي ډلو ټپلو پر وړاندي پر مثبت محور راوڅرخوي .  او دا یو یوازېنی دلیل دی، چي ډېر خلک په اوسنۍ نړۍ کي له ژورنالېزم څخه سر ټکوي،  او دا هم په رښتیا سره .

نور بیا ۰ ۰ ۰ ددې سلسلې ټولي برخي له دې ځايه ولولئ