کور / تازه خبرونه / وردګ : دبهرنيو ځواکونو په اکمالاتي موادو بار موټرو بريد…

وردګ : دبهرنيو ځواکونو په اکمالاتي موادو بار موټرو بريد…

په وردګو کي پنځه موتر طالبانو دموادوډک وړي اودري يي لمنځه وړي دي

درودګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ اړوند  دکندهار کابل په لويه لاري پرسر دسالارو اوشش ګاو ترمنځ دبهرنيو ځواکونو په اکمالاتي موادو بار کاروان باندي دوسله والو طالبانولخوا بريد شوي پنځه موټر يي سوځولي اوپنځه نور يي طالبانو له ځان سره بيولي دي .

ذبيح الله مجاد له يوه ناڅرګند ځاي څخه وويل چي بريد يي دغرمي و ړاندي پرکمپاين وکړ اوتر١٢ بجوپوري يي دوام وکړ

هغه وويل چي په دي څلور ساعته کمين کي يي لس تنه سرتيري چي دکمپاين دامنيت په خاطر راغلي وو وژلي دي اودري موټر يي سوځولي اويوسرپ موټر يي دڅلورو نورو دکمپاين دموټرو په ګډون ژوندي له ځان سره خوندي سيمي ته بيولي دي .

دسيداباد ولسوالي امنيه قوماندان ډګروال سالنګي جګړه تايد کړه خو داوښتو زيانونوپه اړه يي ويل چي سيمي ته يي هيئت ليږلي دي او راپوربه يي وروسته ورکړي

وردګ چي دکابل لودسويل لوديځ ته پروت دي يو له نا امنو ولايتونوڅڅه دي چي په دي وروستيو کي دوسله والو مخالفينواودحکومت اوبهرنيو ځواکونوترمنځ دزياتو نښتو اوجګړوپه ډګر بد ل شوي دي .