کور / تازه خبرونه / پكتيا: له چاوديدونكو تو ډك موټر ونيول شو

پكتيا: له چاوديدونكو تو ډك موټر ونيول شو

په ګرديز كې د چاوديدونكو توكو څخه د ډك موټر د نيول خبر وكړل شو.


 د پكتيا ولايت د والي وياند روح الله سمون وايي چې دغه موټر د پكتيا پر والي د ځانمرګي بريد لپاره چمتو شوى وو خو ښار ته له ننوتو وړاندې ونيول شو.


نوموړي وويل چې دغه سرف ډوله موټر د ګرديز د شكرخيلو په سيمه كې د پوليسو د ګزمې پر مهال نيول شو دى.


د سمون د وينا له مخې په موټر كې ګڼ شمير د هوان مرمۍ ، د ګازو بالون او چاوديدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي ول.


پوليس وايي چې سيمه يې كلابند كړي تر څو د موټر تښتدلي چلونكي ونيسي.


دغه ګاډى چې نن له غرمې وروسته ونيول شو د پكتيا ولايت د امنيتي مسوولينو لخوا بيكاره كړاى شو