کور / تازه خبرونه / خوست: ۲۰۵ ښونځي تړل شوي دي

خوست: ۲۰۵ ښونځي تړل شوي دي


د تيرې شنبې ورځې راپديخوا په خوست ولايت كې شاوخوا دولكه څلويښت زره زده كوونكي له زده كړو بې برخې پاتې شو دي ، چې له لامل يې د ښونكو له خوا د كاربندۍ اعلان دى.


دغه ښونكي چې د پوهنې رياست درې سوه مامورين يې هم ملګري دي شميره يې نيږدې څلورو زرو ته رسيږي، ياد شوي ښونكي وايي چې د دوى د كاربندۍ له امله  د خوست د ټولو ولسواليو او مركز شاوخوا ۲۰۵ ښونځي تړل شوي دي.

دغه ښونكي چې د استوګنې لپاره د نمبرو غوښتنه كوي وايي چې د ولسمشر لخوا ورته نمرې وركړل شوي خو د خوست ولايتي چارواكو ورته تر دې مهال نه دي ويشلي ، دوى دا هم وايي چې چارواكي د دوى حقونو تر پښو لاندې كوي او ښونكو ته په ښه سترګه نه ګوري.

كه څه هم د خوست ولايت د پوهنې رئيس د خپلو مامورينو او ښونكو غوښتنې پر ځاى ګڼي خوا وايي چې د ښونځيو له تړلو سره نه دى جوړ او دا ستونزو بايد د خبرو له لارې هواره شوې واى.

بلخوا خوست والي وايي چې دوى دې تيار دي تر څو د پوهنې رياست مامورينو او ښونكو ته د استوګنې نمبرې ويش كړي ، خو نوموړى وايي چې دغه ستونزه بايد لومړى د پوهنې او ښار جوړنې وزارتونو ترمنځ هواره شي او تائيد شوي نقشې تر مخې به د نومرو ويش پيل كړي.

ښونكي او د پوهنې رياست مامورين په داسې حال كې په خوست ولايت كې د كاربندۍ اعلان كوي چې د دې ولايت نيږدې ټولو رياستونو مامورينو ته د استوګنې لپاره د نمرو ويشلو لړۍ روانه ده.