د پښتون ژغورني غورځنګ مشرتابه د یوولسم اکتوبر پښتون قامي جرګې ته پر ولسونو ګرځي

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2024


د محکومي پښتونخوا و هر کور او کلي ته د قامي عدالت دعوت ورکول کیږي

دپښتون ژغورني غورځنګ مشر ښاغلی منظور پښتین د محکومي پښتونخوا کلي په کلي ګرځي او ولسونو ته د یوولسم اکتوبر پښتون قامي عدالت په باب بلنه ورکوي.
تر پښتونخوا دباندي هم په بېلابېلو هیوادونو کي د غورځنګ د مشر او مرکزي کمیټې غړو تر رهبرۍ لاندي د غورځنګ د څانګو او بېلابېلو ادارو مسئولین د یوولسم اکتوبر پښتون قامي جرګې لپاره په ملاتړ او همکاریو جلبولو بوخت دي.
ټولو افغانانو هیله چي د پي ټي ایم سره په دې لویه تاریخي پروسه کي هراړخیزه همکاري وکړي.

‏‪#PtmMedia‬
‏‪#PashtunNationalCourt11October‬

Copyright Larawbar 2007-2024