کور / تازه خبرونه / برتانيا: ايران طالبانو ته وسلي ورکوي

برتانيا: ايران طالبانو ته وسلي ورکوي

 

بي بي وايي داسي شواهد په لاس ورغلي دي چي له مخي يې څرګنديږي چي ايران په افغانستان کي طالبانو ته وسلې ورکوي ،ويل کېږي چي په دې وسلو کي د ټانک ضد ډير زورور ماينونه هم سته چي د عادي ماينونو په پرتله يو ټانک په بشپړه توګه له منځه وړلای سي . په کابل کي د برتانيې  سر شرر  هم دا خبره تاييد کړه خو وايي د ايران دحکومت ځيني عناصر طالبانو ته دا وسلې ورکوي . په کابل کي د ايران سفير د پخوا په څېر دا خبره په کله رد کړې ده .


له بلي خوا نن د ايساف او ناټو د عامه اړيکو ددفتر له خوا لراوبر ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کي ويل شوي چي د افغانستان په سهيل کي ددوی يو سرتيری هغه مهال زخمي شوی کله چي يې د ګزمې موټر پر ماين ور برابر شو، په خبرپاڼه کي د زخمي سوي سرتيري هويت پټ ساتل سوئ ، د افغانستان په سهيل هلمند ولايت کي برتانوي سرتيري مېشت دي .