کور / تازه خبرونه / د افغانستان د کرکټ لوبډله د تنزانیا لوبو ته په تیاریو بوخته ده.

د افغانستان د کرکټ لوبډله د تنزانیا لوبو ته په تیاریو بوخته ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د پاکستان په پېښور کې د کرکټ د نړیوالې شورا د څلورم ډېوژن سیالیو ته په تیاریو بوخته ده، د لوبډلې نوی روزونکی د پاکستان پخوانی تکړه لوبغاړی کبیر خان د سپټمبر له لسمې وروسته د لوبډلې د روزنې چاری پرمخ وړي، کبیر خان د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې ډېر خوښ دی وايي چې دا لوبډله په بې ساری ډوله غښتلې ده. د افغانستان د کرکټ دفدراسیون ویاند زراب شاه ظهیر لر او بر ویبپاڼې ته هغه ټولې اوازی ردی کړی چې ګوندی لوبډله تنزانیا ته تیاری نه لري. هغه وویل چې کبیر خان غواړي لوبډله تنزانیا ته د سپټمبر په شپږ ویشتمه یوسي او هلته له هانګ کانګ سره دوستانه دری سیالۍ وکړي کبیر خان ویلي چې دی غواړي وپوهیږي چې څنګه هانګ کانګ افغانستان ته دوه ځلې ماتې ورکړې. زراب شاه ظهیر دا ډول ویلي چې په لوبډله کې د تاج ملوک دواړه وروڼه هستي ګل عابد او کریم خان صادق هم شته هغه وویل چې لوبغاړي باید د سیاسي کارونو ښکار نه شي. هستي ګل عابد هغه اتل لوبغاړی دی چې د افغانستان لوبډله یې په جرسي کې په پنځم ډېوژن کې بریالی کړ.

تبصره نسته

  1. السلام عليکم ورحمة الله ***
    د ټول قام نه هيله کوم چي د کرکيټ ډلي د برياليتوب لپاره ددعاتر څنګ د هغوی د پرمختګونو لپاره د وس مطابق مرستي وکړي .
    الله مو بريالي لره
    امين ثم امين

  2. ,Salamona
    Hope our cricket players will play only for our great country Afghanistan. They should not involve their personally and politically affairs in Afghan cricket.

    Regards,

  3. بس برې يي غواړو.

  4. ګرانو هیواد والو کوښښ کوی چه ټول مشکلات کوم چه په خپل ما بینو کی لری د خبری له لار ی حل کړی . په ده خبره چه هستي ګل عابد او کریم صادق دواړه په لو ب ډله که تنزانیا ته د لوبو لپاره ځی ډیر د خوښی ځی . آنشالله چه د ښی نتجی سره به خپل هیواد ته راستانشی .
    په درنښت

  5. تر کله چی موږ په هيواد کی نه سپورتی مسابقې لرلې او نه ددې اسانتیاوی چی لوبغاړی د افغانستان به نوم له نورو هیوادونو سره د سیالیو ډګر ته ووزي ټولو افغانانو به ويل چی لوبغاړي يې اسانتياوي نلري ، اوس چی خدای تعالی زموږ ځوانانو ته شرايط برابر کړی او د کرکيټ ملی لوبډلي د شازلمو غوندی اتلان د ټول هيواد نوم او نشان لوړوي ، ټول پښتون قام ته ښايي چی ویی ستایی تر څو له هر سفر وروسته بريالي کورته ستانه شي .