کور / تازه خبرونه / امريكا: له پاكستان سره په اړيكو كي درز نسته

امريكا: له پاكستان سره په اړيكو كي درز نسته


د امريكا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريچارډ باوچر وايي د پاكستان او امريكا ترمنځ په اړيكو كي هيڅ ستونزه نسته او دواړه هيوادونه د تروريزم ضد جنګ كي څنګ پر څنګ روان دي.
په واشنګټن كي له جنګ ورځپاڼي سره په يوه ځانګړې مركه كي نوموړي وويل امريكا د پاكستان څخه دونه خوشاله ده، چي څومره دغه هيواد په تروريزم ضد جنګ كي ورسره همكاري كړې ده.
دې سوال ته په جواب كي چي په قبايلي سيمو كي د امريكا پر عملياتو پاكستان خوابدى دئ، نوموړي وويل په دې كي د اندېښنې كوم ټكى نسته او د دواړو هيوادونو پوځونه د القاعدې خلاف له يو بل سره مرسته كوي.
ريچارډ باوچر وويل د ملګرو متلونو په كلنۍ غونډه كي به د پاكستان له جمهور رئيس سره په دې اړه نوري خبري هم وكړي او كله چي په قبايلي سيمو كي د امريكايي الوتكو د بمباريو په اړه پوښتنه ځني وسوه، نوموړي جواب ورته ونه وايه.