کور / تازه خبرونه / له چرسو ډک يو کانټينر ترلاسه سوي دى

له چرسو ډک يو کانټينر ترلاسه سوي دى

د ملي امنيت د رياست يوه چارواکي، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، وويل چې موظفينو يې نن سهار دغزني ښار په مربوطاتو کې له چرسو ډک يو کانټينر ترلاسه کړى دى .


سرچينې زياته کړه چې دغه چرس دکابل له لوري څخه راوړل شوي و او غوښتل يې چې دکندهار پر لوري يې ولېږدوي .


د سرچينې په وينا، د کانټينر لرونکي موټر چلوونکى تښتېدلى او د نيولو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي .


دغه راز د ملي امنيت  موظفينو نن سهار د غزني ښار په يوه برخه کې دوه کانټينر کروميټ ډبرې هم ترلاسه کړې دي .


سرچينې زياته کړه چې دغه ډبرې د لوګر له خروار ولسوالۍ څخه راوړل شوې وې او د غزني له لارې يې پاکستان ته انتقالولې .


د ملي امنيت يادې شوې سرچينې وويل چې د کروميټ ډبرو په قاچاق کې دغزني يو شمېر هغه امنيتي کسان لاس لري ، چې له لوړ پوړو چارواکيو سره نږدې اړيکې لري . 


سرچينې زياته کړه چې دکروميټ له ډبرو سره دوه تنه نيول شوي ، چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي .


په يادو شويو موټرو کې لاندې د کروميټ ډبرې او دپاسه پرې د پاکستاني سيمټو بورۍ ځاى پر ځاى شوې وې .


نږدې يوه نيم مياشت مخکې هم د غزني امنيتي موظفينو د کروميټ ډبرو اته کانټينر لرونکي موټر نيولي وو .

کروميټ هغه قيمتي ډبره ده، چې د وسلو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي .