کور / تازه خبرونه / ماین په هرات کی دوه کسان ووژل

ماین په هرات کی دوه کسان ووژل

اسوشیټیډ پریس د کابل څخه خبر ورکوی چی په دوشنبه دوه کسان هغه مهال د هرات په شینډنډ کی د یو تعبیه سوي ماین پذریعه مړه او اووه نور زخمیان سول چی طالبانو هغه د ولسوال لپاره په یو موټر سایکل کی ایښی و ، لیکن هغه ورڅخه بچ سو .
د اسوشیټیډ پریس د یو بل خبر له مخی د هرات اسلام کلا ته نژدې د هغو امریکایانو پر موټر نن ډزي وسوې چی پولیسو ته روزنه ورکوی . پدې موټر کی دوه امریکایان سپاره وو خو څه زیان ور ونه رسېد لاکن موټر یې زیانمن سو . خبر وایی چی داسی ښکاری چی د افغانستان په لویدیځ کی هم امنیتی وضع مخ پر خرابېدو ده .