کور / تازه خبرونه / په خوست كي بېلابېل عمليات شوي

په خوست كي بېلابېل عمليات شوي

ناټو ځواکونو تېره شپه د خوست په دوو بېلابېلو سيمو کې پوځي عمليات کړي او په پايله کې يې د ځايي چارواکو په خبره اته تنه له وسله والو طالبانو سره د تړاؤ په تور نيولي دي.
خوست والي ارسلا جمال وايي، چې پنځه تنه، د صبريو ولسوالۍ د بت خانې په سيمه کې نيول شوي.
درې کسان د خوست ښار ختيځ ته د صحراباغ په سيمه کې نيول شوي.  دا سيمه له ښاره شپږ کيلومټره ليرې، د ناټو هوايي ډګر ته څېرمه پرته ده.
د يو بل خبر له مخې تېره شپه ناڅرګندو کسانو د خوست ښار له ميخانيکي ليسې څخه د افغان جرمن، يا جي، ټي، زېډ يو افغان کارکوونکى په نامعلوم لوري تښتولى او تر اوسه هم لا درکه دى.
دغه کس له خپلو دوو نورو ملګرو سره د نوموړې ليسې د بيا جوړولو له پاره کار کاوه او د پېښې پر وخت هغوى په ځان خلاصولو بريالي شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤوليت چا پر غاړه نه دى اخېستى او چارواکي وايي، چې کيداى شي دا کار غلو کړى وي.