د عبدالجبار نعيمي د استعفا دليلونه
دميدان وردګوولايت پخواني والي عبدالجبارنعيمي دخپلې استعفا دليلونه په ډاګه کړل.
الحاج عبدالجبارنعيمي چې څه دپاسه درې کاله اودرې مياشتې يې دميدان وردګو دوالي په توګه دنده ترسره کړې وه دروان کال دوږي دمياشتې په شپاړسمه نيټه ددوشنبې په ورځ ماسپښين په کابل کې يې دخپلې استعفا په هکله دڅپريالانوپه وړاندې راڅرګند شو.
دويناپه پيل کې ښاغلي نعيمي دخپل ولايت په وخت کې په دغه ولايت کې دخپلو کړنو اولاسته راوړنوپه هکله هراړخيزې خبرې وکړې.
ښاغلي نعيمي وويل چې کله چې درې نيم کاله وړاندې ددغه ولايت دوالي په توګه دولسمشرله لوري دوالي په نامه وليږل شو،په دغه ولايت کې يې دپرمختګ او رغاونې اوبيارغاونې لړۍ نوې پيل کړه هغه ويل کله چې لومړى ځل ولايت ته لاړم ،په ولايت کې اصلا دځاى ناستې لپاره هم دومره اوداسې ځاى نه ترسترګوکېده چې حتي خپله په سمه توګه دوالي په نامه هلته دفتر ياکارخونه ولري.
ښاغلي نعيمي وويل چې په خپل تګ سره يې په دغه ولايت کې درغاونې اوبيارغاړونې په هکله هڅې اوهاندپيل او اوپه لومړيوکې يې دغه چارې دولايت په مرکزکې محدودې کړې وې چې له څه مودې وروسته يې په خپله ولسواليوته سفرونه وکړل اوهلته يې ددغه ولايت په بېلابېلوولسواليوکې دستونزو لومړيتونه په ګوته اودغه شان يې دبيارغاونې اورغاونې چارې يې لرې پرتوسيمواوپرتوولسواليوته هم وغزولې .
ښاغلي نعيمي وويل چې په دغه موده کې يې په دغه ولايت کې يې ډېرې داسې پروژې پيل کړې چې په هغوسره ددغه ولايت ګڼ شمېرخلکو ځوانانوته کار او سالم مصروفيتونه پيداکړل. هغه زياته کړه چې دميدان ښار بهسود – باميان سړک يې دافغانستان دولسمشر،دکابينې دغړو،دولسې جرګې اومشرانوجرګې دغړيو، اوهمداشان دلوړپوړيودولتي کورنيواوبهرنيوميلمونو په ګډون يې په شانداره مراسوسره دايتالياددولت په مالي مرسته پيل کړ، چې ورسره ددغه ولايت دچک ولسوالي اودنخي سړک اوهمداشان دولايت دننه دولايت داداروترمنځ سړکونوکارپيل کړ، اوويې ويل چې په وارسره په ښه توگه دکاردښه پرمختللوشاهدوو،دغه شان يې په دغه ولايت کې دوه سړې خونې دزراعت مسلکي ليسه ،دفرهنګي اوکلتوري هڅوملاتړ،له ځوانانو سره ليدني،دپوهنې په برخه کې دپام وړ پرمختګونه، په وارسره په سميه کې له ديني علماوو،سپين ږيرومشرانو اومخورو سره په دغه ولايت کې دفساددله منځه تلو اودمينې،دوستي اورور ګلوي دفضاپه رامنځ ته کولوکې ليدنه کتنه کړې اوپه وارسره يې له هغومرسته غوښتې چې په خپل ځاي کې ګټورې تمامې شوي دي، هغه وويل چې په دې موخه يې په ولسواليوکې يې ځايي شوراګانې جوړې کړې وي چې داړتياپه وخت يې ورسره صلامشورې کولي او دهغو وړانديزونو او رغنده ويناوو ته يې ځانګړى ارزښت ورکاوه.
ښاغلي نعيمي وويل ددې لپاره چې په دغه ولايت کې دښه امنيت اولانورو پرمختګونو اولاسته راوړنوکوړبه واوسي په دې موخه يې ددغه ولايت په مرکزميدان ښارکې دکابل ، غزني او لوګر ولايتونو دواليانو دامينيه قومندانانو،دامنيت درئيسانو،دولايتي بيارغاونې دمسولينو اوديونماداستازوپه ګډون يې يوه ستره اوتاريخي ناسته ددوه زره اتم کال دجنورۍ په پنځه لسمه نيټه جوړه کړې وه چې په دغه ناسته کې يې په شلومادوکې يوپرېکړه ليک وړاندېز اود عملي کولولپاره يې تصويت کړ.
دغه شل ماده يې پرېکړه ليک کې ډېر ځله دښه امنيت دتامينولوپرمسلي تاکيد شوي وو اود څلورګونوولايتونوترمنځ يې دښواړيکوپه رامنځ ته کولو ، درغاونې اوبيارغاونې دلړۍ دپياوړۍ اوګړندي کولو، اوولسواليوته ددولتي حاکميت دزياتوالي په موخه دزياتوپوليسو داستولو ، په هم سرحده ولسواليو کې دناامنيو پرمهال دګډ اويوځايي اقدام ، ديوه ګډ مطبوعاتي مرکزدجوړولو،دعام ګټو پروژو پيل کول ترڅو خلک کارپيداکړي او دغه ولايتونه درغاوني اوبيارغاونې دکاروان غړي کړي.
ښاغلي نعمي وويل چې په دغه ناسته کې يې دولس داطمينان په خاطر دډېروعام ګټوپرو دپيل وړانديز وکړ، دغه رازښاغلي نعيمي وويل چې په دې خاطرچې چارواکوته وښيې چې ددغه ولايت امنيت ډېراړين دى ځکه چې دغه نامني مخامخ پردغونورولايتونو اوپه ځانګړې توګه پلازمينه کابل باندې لرلى شي. همداشان يې په دغه ولايت کې يې دپوليسوپه زياتوالي تاکيد کړي وو چې دامنيت فضا ساتلي پاتې شي اوپه امنيت کې درغاوني چارې په ښه توګه پر مخ بوځي.
ښاغلي نعيمي وويل چې دغه وړاندېزونه عملي نه شول او دى په هېڅ ډول له دغه کارسره موافق نه وو، او همدې خبرې دې ته اړويست چې ولسمشرته خپله استعفا وړاندې کړي. ځکه چې د هغې کاري ستراتېژۍ دتصويب وروسته يې نيږدې څلورمياشتوراهسې خپلو دبيارغاونې له کارونو څخه هيڅ راضي نه وو.
ښاغلي نعيمي دپوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پردومره هڅو برسېره پياهم ولسمشردده استعفاومنله وويل چې داکوم تشريفاتي کار نه وو، ده خپله غوښتل چې نور کوم بل څوک دوالي په توګه دغه چارې پرمخ بوځي اودغه شانس يوه بل داسې کس ته وسپاري چې دغې چارې له خپل ګړندي پرمختګ څخه وروسته پاتي کېدوته پرې نږدي.
نعيمي وويل چې که چيرې دولت غواړي چې په ولايتونوکې امنيت راشي او دغه راز له ګواښونو او ستونزوسره مخامخ نه شي بايد دواليانو ملاتړ وکړي هغوي وهڅوي، هغوي ته صلاحيت ورکړي اودولايت په کارونو اوهلته دچارو څخه په وخت سره نظارت وکړي، اوپه خپل وارسره دهغو غوښتنوته په وخت اوزمان سره لبيک ووايي. ترڅو دنظام حاکميت پيداشي. ادارې پياوړې شي اوپه دې صورت کې به دنظام اوولس ترمنځ ددوستۍ اوورورۍ فضا رامنځ ته شي. او ورسره يې دچارو دښه اومتوازن پرمختګ لپاره دملي مفکوري اواخلاص کولوته اشاره وکړه چې بايد ورته ارزښت ورکړل شي. ښاغلي نعيمي په خپلوخبروکې داومنله چې په خپل وخت کې يې له ډېروستونو اوناخوالوسره لاس اوپنجه نرمه کړې او دغه ولايت يې نه دى پريښى چې خلک يې له ناخوالواونابرابريو سره لاس اوګرېوان واوسي. هغه وويل چې دولت بايد تل په دې هڅه کې وي چې دملت لپاره هوساينه اواسانتياوې برابرې کړي اودټولولپاره بايدپه يوه ډول احساس مسوليت وګړي.
ښاغلي نعيمي وويل چې دخپل ماموريت پرمهال ددغه ولايت له خلکو څخه ډېرې ښې خاطرې لري چې نه غواړي هغه هېرې کړي، هغه ددغه ولايت خلک پرهېواد مين اودپرمختګ غوښتونکي خلک وبلل، اودخپلوخبروپردوام چې وويل چې په هره لاسته راوړنه کې يې دسيمي دخلکومخامخ لاس وو اودهغوپه مرسته يې دغه چارې پرمخ بيولي دي .
همداشان يې وويل چې ځوانان ددې خاورې دراتلونکومشرانوڅخه دي زه باورلرم چې ددغه ولايت ځوانان دې ته چمتودې چې دولايت اوپه لويه کې دخپل هېواد لپاره کاروکړي. او ويې ويل چې له ځوانانوسره په هميشنيوناستوکې يې داوموندله چې په ريښتينې سره دهېوادنې مينې څخه قدمونه اوچتوي. او دچاروپه ښه پرمخ بيولوکې برخه اخلي.
همداشان ښاغلي نعيمي په خپل وخت کې دوخت دامنيه قومندانان ستونزه هم ومنله خوټينګاريې وکړ چې په دې برخه کې ټول ولس دنده لري چې دښه امنيت په راوستلوکې له دولت سره همکاراوهمګام واوسي.
دغه راز يې دخبروپه پاى کې وويل چې مينه لري چې دخپلو هېوادوالوپه خدمت کې واوسي ترڅودهغو ټپونو ته دلهم په موندلوکې وسيله وګرځي او وويې ويل چې هڅه به وکړي چې خپلې هراړخيزي مرستي اونيکې مشورې دتل لپاره په هېوادکې له خپلو خلکو سره ولري.