پالټاک ټولني په تخار کي د مرستو دوهم پړاو پيل کړ

د لراوبر اداره | سپتمبر 18th, 2008


دپالټاک ټولني لخوادتخار ولایت مظلومو او بې وسه پښتنو لپاره د مرستي غوښتني دوهم پړاو !


داړیکو لپاره او خپلی بسپنی ددی لاری ولیږی(دپالتاک دمرستو دوهم پړاو)


که څوک غواړی خپلی بسپنی د ویسټرن یون له لاری ولیږی نه په لاندی ادرس-


ABDUL GHAFAR Kabul Afghanistan


او که څوک غواړی خپلی بسپنی دبا نک له لاری واستوی د لاندی ادرس نه استفاده وکړی-


Name:Abdul Ghafar  Account nomber:000101201599479 CID:108437 account type:CAUFD @Azizi  Bank kabul Afghanistan 


درنو محترمو وروڼو خویندو هر کله مو چی په پاسینی ادرسونو پیسی واستولای تاسو کولای شی مسولو کسانو سره رابطه وکړی  داړیکو شمیره :00447528831706 جاوید خان


٧٠٠پښتانه ښځي،ماشومان,د تخار ولايت د خواجه بهالدين د اولسولي په زندان کي د ۳٥ورځي راهسي د ازبک جنګسالار او ولس مشر حامد کرزي نژدي دوست قاضي کبير لخوا محاصره او د ژوند د خطر سره مخامخ دي.


د محاصره شويو له ډلي نه يو تن عبدالله واي چه د بلوچستان په ژوب کي ئې د مهاجرت ژوند کولواو تيره اوونئ خپل وطن ته راستنه شول چه لومړي دولسوالو کسانو راباندي بريد وکړو اوبيا ئي ټولي کورني د ولسوالي په زندان کي دادي د ٥ ورځي لپاره بنديان کړي يو٠ يوي بلي ميرمني کافيه په ژړا او وير وويل چه اولادونه ئې ناروغ او خوراک نشته او هره لحظه د خپل پښتني عزت د ازبکانو لخو د تار تار کيدو له ډار سره مخامخ دي.


نوموړي ټولو پښتنو ته په پيغو ر وويل که پښتانه خپلي ميندي او خوندي د نورو څخه نشي ساتلي او هغه پدي جرم چه پښتانه دي د ميرمنو سره بندي کيږي نو ټول پښتانه بايد بنګړي واچوي او د شرم او پيغور نه پورته ونه ګوري.


يو تن راستون شوي امير خان وويل :د ادي د ٩ورځي لپاره چه د پاکستان نه راکډه شوي دلوږي او ناروغيو سره مخامخ يو او ٣٤کوچنيان او ٥٠ ميرمني او بوډاګان د ډول ډول ناروغيو سره مخامخ دي. د٧٠٠تنو لپاره يو کوهي دي او اووبه ورپکښي وچوي شوي او د تندي نه د هلاکت سره مخامخ يو.


 ځايي پښتانه غواړي د خپلو راستنه شويو خپلوانو سره وګوري او خوراکي مواد وروړي د مسلحو ازبکو لخوا نه پريښودل کيږي .دراستانه شويو کډوالو يو تن مشرارباب ظاهر خان انډړ واي چه مونزه د ځمکو ٦٠کلني قبالي لرو خو دولت او پوليس د بريد کونکو مرسته کوي او د اڅرګنده ده چه پښتانه په شمال او ټول افغانستان کي تر شاه هيڅوک نلري که وي نو نن به پښتني ميرمني محاصره نه وي . که هر افغان ، د UN يا بلي کومي اداري لوړ رتبه چارواکي د700 محاصره شويو پښتنو سره ددې بد حالات نه د خلاسون په لار کي مرسته کولي شي نو د محاصره شويو پښتنو سره مرسته کولي شي


په لاندي تيليفون شميرو د رابطه وکړي. ارباب ظاهر خان انډړ 0093772240137


د لومړي پړاو راپور او عکسونه له دې ځايه وګورئ : دپالټاکي یارانو دمرستو دبهیر دویش انځورونه

Copyright Larawbar 2007-2024