کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روحاني د لښکرګاه یوه مړه خاطره ؟!

روحاني د لښکرګاه یوه مړه خاطره ؟!


  سرکاره !  
قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !


نږدې سل ورځي د پښتو ژبي د پیاوړي خبریال او مینه پال شاعر، عبدالصمد روحاني په مړیني تیري شوي.


ښایي ډیرو عامو افغانانو د روحاني  یادونه هیر کړي وي خو د پښتنو داغلي داغلي او سوی ټاټوبی(هلمند) چې نژدې یوې لسیزې جګړو سخت په بی رحمی ځپلی، به څرنګه روحاني حیر کړي.


بي رحمو قاتلینو به له دې چې د هغه ژوند ته هیڅ راز اعتنا ولري له نن څخه شاوخوا سل ورځي دمخه روحاني  په ډیره بی رحمۍ د بولان په هدیره کې د تورو خاورو  انځور کړ.


افغان دولت چې د ټولو وګړو د امنیت د ساتلو دنده یې پر غاړه ده د سلو ورځو په تیریدو لا هیڅ نه دي کړي، د روحاني قاتلین نه دي موندل شوي او دا قضیه د سلګونو نورو کیسونو په څير د هرې ورځي په تیریدو  د خاورو تر امبار لاندي کیږي او داسي ورځ را تلونکي ده چې نور به د روحاني د مړیني په اړه د پلټنو دوسیه وتړل شي او د نومورکي فایل شومه به سي.


د مخدره توکو قاچاقوړونکي، طالبان، افغان امنيتي ځواکونه او بریټانوي سرتیري هغه څلور ډلي دي چې روحاني یې تر منځ د یوې همدې ډلي له خوا وژل شوی دی.


بهر میشت او د کور دننه عام افغانان، د روحاني ملګري او په خاصه توګه د هغه د کورنۍ غړي همدا ډلي په دې تورنوي چې ګواکي عبدالصمد روحاني یې وژلی خو دا چې په حقیقت کې به د دې وژني تر شا د چا لاس وي، بیلا بیل نظریات او ګمانونه په دې برخه کې پراته دي.


لومړي خو طالبانو د روحاني له وژنی وروسته سمدستی غبرګون وښود او په دې کار کې یې خپل لاس درلودل ردکړ.


افغان امنیتي ځواکونه چې ځان د هیواد د ملي ګټو ساتونکي بولي اصلا دا خبر په خوله هم نه شي را وړلاي چې ګواکي روحاني به امنیتي ځواکونو وژلی وي، دا ډله هم ځانونه په دې پیښه کې دخیل نه بولي او له دریو میاشتو را پدې خوا د دې قتل څیړنه کوي خو دا څیړنه د نورو وژلو شویو خبریالانو د قاتلینو د موندلو څیړنو ته ورته ښکاري چې تر اوسه یې پایلي هيڅ دي.



د روحاني سیمیز نژدې کاري ملګري وایې چې عیني شاهدانو ورته ویلي چې روحاني دخپل ژوند په هغه وروستۍ ورځ د لشکرګاه د ښار له څنډي د پولیسو  یوه شین رنګۍ رینجر ګاډي ته وخیژول شو.


دا ډول موتر اکثراْ د پولیسو له خوا کارول کیږي خو په ځینو مواردو کې کله نا کله پرې سپين بیرغ هغه وخت زوړند وي چې طالبان یې د جګړو په ډګر کې له پولیسو د هغوي په وینا په غنیمت یوسي.


د هلمند ولایت څخه یو آزاد خبریال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایې چې طالبانو ځکه دا کار نه دی کړی چې د روحاني مړی په ډیره ډاډه زړه د بولان هدیرې ته په یوه رینجر ګاډي کې بیرته را وړل شوی او وژونکو د هغه جسد په سیمه کې غورځولی او بیا ترینه تللي دي.


دې هدیرې ته چې ښار ته نژدې پرته ده د طالبانو ورتګ آسانه کار نه دی.


پوښتنه را پورته کیږي چې که طالبانو روحاني نه وي وژلی نو ښایې دریو یادو ډلو (امنیتي ځواکونو، بریټانوي سرتیرو ، قاچاقبرو)  هغه وژلی وي.


په یقین دا ویلای شو چې د روحاني کار او روزګار (خبریالي) یادو دریو ډلو ته سختي ستونزي را ولاړي کړي وي. د بریټانوي سرتیرو دعملیاتو پر مهال د ولسي افغانانو وژل کیدل او په دې موضوع د روحاني متواتر او پر وخت  رپوټونو چې کله نا کله به په انګریزۍ ژبه هم ژباړل کېدل، د انګلستان په دننه کې غوغا جوړونکي او په افغانستان کې د انګریزي سرتیرو د ماموریت په اړه د ولسي انګریزانو د سختو اعتراضاتو سبب شوي ول.


د بي بي سي راډیو چې د انګریز دولت له خوا یې مالي ملاتړ کیږي د انګلستان په دننه کې خورا ډیره مشهوره ده اود افغانستان رپوټونه هم ځکه انګریزانو ته د اوریدلو، لیدلو او لوستلو وړ دي چې دا هیواد د افغانستان په خطرناکه سیمه هلمند کې ۷۷۰۰ عسکر لري. یو ځل خو مرحوم روحاني د خپل ماموریت پر مهال د ځينو طالب کړیو او دوو غربي لوړ پوړو مرستندویانو د پټې معاملې په اړه هم رپوټ ورکړی وو کوم چې د رسنیو د متواترو رپوټونو له خپریدو وروسته له افغانستان څخه د خیانت په جرم او ملي امنیت ته د ګواښونو د رامنځ ته کولو په تور له افغانستان څخه وشړل شول.


پورتنۍ موضوع ته په کتو د روحاني موجودیت انګریزانو ته دلچسپ او په ګټه نه وو.


ښایي د روحاني په وژلو کې انګریزانو رول درلود خو قطعی حکم ځکه د اوس لپاره نه شي کیدای چې دا قضیه لا نه ده تړل شوي.


خو په دې ورستیو کې د خبریالانو د ملاتړ د یوې ټولني مشر رحیم الله سمندر بیا وویل چې دوي داسي شواهد را ټول کړي چې د روحاني په قتل کې د امنیتي مامورینو لاس وو. د سمندر دې وینا ته په کتو سره دا را په ډاګه کیږي چې هغه د شنه رینجر ګاډي په اړه د ځایي خبریالانو خبري تر کومه حده ریښتیا دي.


سمندر وایې چې افغان لوړ پوړو چارواکو ته یې په دې اړه شکایت کړی خو تر اوسه هغوي په دې مسله سر نه دی ګرولي.


د هلمند د پولیسو پخواني مشر محمد حسین انډیوال بیا په امنیتي ځواکونو دا لګول شوي تورونه بی اساسه بللي دي. انډیوال چې د ماموریت پر مهال یې روحاني وژل شوی د رواني سپټمبر میاشتې په اومه نیټه له خپلې دندې هیسته کړای شو. د هلمند والي ګلاب منګل او د بي بی سي راډیو د کابل څانګي مشرانو هم تر اوسه د روحاني د قتل په باب هیڅ راز نوي اطلاعات رسنیو ته نه دي سپارلي او تل د پلټنو او د حقایقو تر موندلو پوري د انتظار مطالبه کوي.


مرحوم روحاني له هغه ولایت څخه رپوټونه ورکول چې د نړۍ په کچه د تریاکو تر ټولو لوی ټاټوبی بلل کیږي . په دې سیمه کې د روحاني د کار پر وړاندي بل خنډ د مخدره توکو کاروباریان وو.


د روحاني کاروبار د مخدره توکو د کاروباریانو لپاره هم خنډونه را منځ ته کول، دا کاروباریان چې تر هرې بلي ډلي ځواکمن او په دریو واړو، طالبانو، انګریزانو او دولت کې خواخوږي او ملګري لري ښایي د روحاني قاتلین هم د همدې ډلې په مینځ کي وي.


دا قاچقبر چې د یوه او دوو انسانانو وژنه ورته د چرګۍ تر وژنې هم آسانه ده، په اوسنیو حالاتو کې د فاسد دولت او ټګمارو نړیوالو مرستندویانو تر څنګ په پراخه  سپین سترګۍ هر هغه څه کولای شي چې غواړي یې.


طالبان چې  د افغانستان اوسنی قانون نه مني، انګریزان چې ځانونه دخپلو خاصو قوانینو پلویان بولي، قاچاقبر چې  نه  دقانون او نه هم د افغانیت  پروا لري د یوې فاسدې ادارې  تر څنګ په افغانستان کې د پخوانیو امپراطورانو په څير بي له کومي ویرې او باک څخه فعالیت کوي.


نو بیا :


په اوس حال کې آیاد د عبدالصمد روحاني د قاتلینو پیژندنه او محکمې ته دهغوي را کشول شونی کار دی؟!


ښایي ځواب دا وي چې که قاتلین محاکمې ته نه وړاندي کیږي حد اقل د هغوي پیژندنه خو شوني ده او که دا کار هم و نه شي دا به په افغانستان کې د خبریالۍ او مطبوعاتو له تاریخ سره یوه نه هیریدونکي جفا وي.


له عبدالصمد روحاني سره د عامیانه خلکو په وینا دومره ستره نا ځواني او جفا به هیڅ کله هم د افغانستان تاریخ هیره نه کړي، ښایي ډير چارواکي له خپلو دندو بدل شي او دا قضیه همداسي پاتې شي خو د آخرت پاچا ته ورتګ حتمی دی او ظرور به ورسره حساب کتاب وشي.