پكتيكا: پوليس وژل شوي او ښوونځى سوځل شوى

34 | سپتمبر 18th, 2008


پکتيکا پر امنيتي پوسته د وسله وال بريد په پايله کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
پر پوسته وسله وال بريد د پکتيکا مرکز ښرنې ته نېږدې د شهاب الدين قلعه په سيمه کې شوى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، جنګياليو يې غوښتل دغه پوليس ژوندي ونيسي، خو د ده په خبره د پوليسو له خوا مقاومت وشو چي وروسته وويشتل شول.
خو د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي، بريد د سهار له لمانځه وروسته داسې مهال شوى، چې نور پوليس ويده وو او پيره لرونکى پوليس پر لمانځه ولاړ ؤ.
ده ومنله چې په دې پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
بل خوا د پکتيکا په سرروضه ولسوالۍ کې د رحمانيه په نوم، د نجونو هغه ښوونځى چې څه موده وړاندې د يو لک او څلوېښت زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى ؤ، تېره شپه د ناڅرګندو وسله والو له خوا په نښه او زيانمن شو.
ځآيي چارواکي وايي، چې په نوموړي ښوونځي کې لومړى دوې بمي چاودنې شوې او وروسته له ليرې ځايه په ډزو ويشتل شوى، چې په پايله کې د ښوونځي يوه برخه ويجاړه شوې او ټول کړکي او ورونه يې مات او سوځيدلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024