کور / خبرتیا او پيغامونه / د خوږژبي شاعر عبدالوهاب سرتېر په وياړ غونډه

د خوږژبي شاعر عبدالوهاب سرتېر په وياړ غونډه

دپښتودخوږ ژبي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتير دادبي اوکلتوري چوپړ ددرناوي په وياړغونډه .

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز دگران افغانستان دعلمي اوفرهنگي شخصيتونودلمانځنې اودرناوي په لړکښي  داځل دهيواد دخوږ ژبي اونازک خياله وتلي شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتير دادبي اوفرهنگي هلوځلواودهغه دژونددشپېتم پسرلي دراسېدوپه وياړ دروان ۲۰۰۸کال دسپتمبردمياشتي پر ((۲۰)) مه دمالوپه ښارکښي درنه اوپرتمينه غونډه جوړوي  .

دهيواد ټولوشاعرانو،ليکوالو،اديبانواوفرهنگيانوته بلنه ورکووچي دښاغلي عبدالوهاب سرتير دادبي اوفرهنگي خدمتونواوتلاښونوپه اړوند خپلي ليکنې،اندونه اوپيغامونه  موږ ته دسپتمبرتر ۱۵نېټې پوري پدې  برېښنا پته راولېږي :       ghamkhor@htmail.com يا ghamkhor@gmail.com

يادونه :

دزياتومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولاي شی پدې شمېره تليفون له حبيب الله غمخور سره تماس ونيسی :

 ۷۳۶۵۱۱۵۶۹ -(۰) – ۰۰۴۶

پښتو
وايي اغيار چي د غضب ژبه ده
ګرانه پښتو چي د ادب ژبه ده

ماته د امن ملايکه ښکاري
د انساني غوره مذهب ژبه ده

اوس يي بلبلي په باغو کي وايي
د ترنم او د طرب ژبه ده

پخوا د پوهي په نصاب کي نه وه
نن د پوهني او مکتب ژبه ده

ددې هيواد د تاريخي وګړو
د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده

اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه لري
دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده

زه يي د ټولو ژبو مور ګڼمه
هم د عجم هم د عرب ژبه ده

پښتو غيرت ، خدای غيرتي سرتېره
په دې دليل واية د رب ژبه ده


د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر لنډه پېژندنه