کور / تازه خبرونه / د امريکا د دفاع وزیر روسيه تهديد کړه

د امريکا د دفاع وزیر روسيه تهديد کړه

 


د انګرېزانو د سکای نيوز خبري شبکې پرون پنجشنبه په يوه عاجل خبر کي  دغه خبر خپور کړ چي د امريکا د دفاع وزير روسيه په پوځي ځواب باندي تهديد کړه .  


د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس چي د ناټو د غړو هيوادو د دفاع د وزيرانو په غونډه کي د برخي اخيستني د پاره  لندن ته تللی دئ، د سکای نيوز سره په يوې مصاحبه کي ويلي دي : چي که ګرجستان د ناټو د پيمان غړی شي او که روسيه بيا پر دې هيواد حمله وکړي نو د امريکا د پوځي ځواب سره به مخامخ سي .


نوموړي زياته کړه چي دغه شاني يو ځواب به د ناټو د پيمان د قانون پر اساس  ترسره کيږي . ددې پيمان مواد وايي چي  که ناټو د غړو هيوادو پر هر هيواد حمله کيږي نو هغه ته به د ټولو غړو هيوادو د حملې په سترګه  کتل کيږي .  


د قفقاز د لانجې نه وروسته د ناټو غړو هيوادو د دفاع وزيرانو دغه  لومړنۍ غونډه برائي په لندن کي وپرانيستل سوه . په دې غونډه کي چي د ناټو د ۲۶ هيوادو د دفاع وزیرانو برخه پکښې اخيستې ده نن د جمعي په ورځ به هم دوام وکړي .  


د ګرجستان صدراعظوم هم لندن ته سفر کړی دئ ترڅو د ناټو د غړو هيوادو د دفاع د وزيرانو سره ليده کاته وکړي او د قفقاز دسيمي  د ورستي حالت په هکله خبري اتري ورسره  وکړي .