کور / تازه خبرونه / خوست: اته تنه وژل شوي او شپږ ټپيان دي

خوست: اته تنه وژل شوي او شپږ ټپيان دي

په خوست كې د بېلابېلو پېښو پرمهال اته تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
وژل شوي دوه پوليس، شپږ عام او ټپيان ټول عام خلك دي.
لومړۍ پېښه د خوست ختيځ ته د عليشېرو سرحدي ولسوالۍ په ښارګوټې كې وشوه، چې له امله يې دوه حكومتي سرتيري او يو عام سړى ووژل شول او دوه نور عام خلك ټپيان شول.
د خوست امنيې قوماندانۍ جنايي امر سمونوال ګلداد مندوزى وايي بريد وسله والو طالبانو كړى، چې له پېښې وروسته يې په تور يو كس نيولى هم دى.
د مرګ ژوبلې بله پېښه د خوست ښارته څرمه د كنډيو په سيمه كې شوې چي څلور تنه پكي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
چارواكي د پېښې لامل د دوو كورنيو ترمنځ پخوانۍ شخړه بولي.
په دې جګړه كې درې وژل شوي د يوه لوري او يو وژل شوى او څلور ټپيان د  بل لوري دي.
بل خوا په خوست ښار كې يو تن د پوليسو په ډزو وژل شوى دى.
دا پېښه هغه مهال وشوه، چې پوليسو پر يوه لوى بار وړونكي موټر د درولو په موخه ډزې وكړې او په يوه بل واړه موټر كې ناست كس پرې ولګيد او ځاى پر ځاى ووژل شو.
په خوست كې د شخصي شخړو او دښمنيو له امله نېږدې هره ورځ  يوه يا څو پېښې كيږي، چې ډېر كله  تر شاه ورته مرګ ژوبلې هم پرېږدي.