کور / تازه خبرونه / طالبان د پنځو سرتېرو د وژني ادعا كوي

طالبان د پنځو سرتېرو د وژني ادعا كوي

طالبان وايي په خوست کې يې پېنځه افغان سرتيري وژلي. ځايي چارواكي وژل شوي عام وګړي بولي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي نن  غرمه يې د خوست ختيځ ته د شينكۍ په نوم سرحدي سيمه كې له ناټو سره د همکارو ځانګړو افغان ځواکونو پر يوه موټر بريد کړى او په پايله کې يې پېنځه سرتيري وژلي دى.
 د خوست ځايي چارواكي وايي په نوموړې سيمه كې د يوه سړك پرسر د څلورو كسان جسدونه او يو ويشتل شوى سراچه موټر موندل شوى، خو د دوى په خبره وژل شوي كسان سرتيري نه، بلكې عام وګړي دي.