امریکا په افغانستان کی بی پیلوټه طیارې زیاتوی
د وال سټریټ ژورنال خبریال د پنتاګون د مقاماتو له خولې خبر ورکوی چی امریکایی پوځ تصمیم لری چی په افغانستان کی خپلي بی پیلوټه الوتکي او نوری څارګري او تعقبونکي طیارې ډېری کړی . دغه منبع وویل څنګه چی د طالبانو حملې خورا زیاتی سوي او هغوی خپل جنګی تاکتیکونه بدل کړي نو موږ مجبور یو چی دغه ډول الوتکی زیاتی کړو او هم نور امریکایی پوځونه راوغواړو . منبع زیاته کړه چی په دغو طیارو سره به طالبان مسلسل تر تعقیب لاند ونیسو او د دوی اهداف به په نښه کړو . خبر زیاتوی چی دغه الوتکی به په نوي کال کی( چی درې میاشتی وروسته پیلېدونکی دﺉ ) په افغانستان کی خپل رزمی فعالیتونه پیل کړی .