اسلام اباد: د هوټل په مړو كي د چكسلواكيا سفير هم شامل دئ

34 | سپتمبر 21st, 2008



د اسلام آباد په ميريټ هوټل كي د برايي ماښام د ځانمرګي بريد په قربانيانو كي د چكسلواكيا د سفير مړى هم وپېژندل سو.
دا خبر د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په يوه خبري كنفرانس كي تائېد كړ.
د تېر ماښام ځانمرګى بريد چي د ميريټ هوټل په دروازه كي وسو، د مړو شمېر يې تر اوسه ۵۳ او د ټپيانو دا تر ۲۵۰  تنو هم اوښتى دئ.
چارواكي وايي هغه كسان چي جسدونه يې په مړو او ټپيانو كي نه دي موندل سوي او اوس هم ورك دي، په پورتنيو ارقامو كي نه دي شامل.
د چكسلواكيا سفير ايوزډارك لومړنى لوړ پوړى ډيپلوماټ دئ چي د مړيني پخلى يې وسو.
ميريټ هوټل چي ويل كېږي ډېر نور بهرنيان هم د پېښي پر وخت پكښي حاضر وه، د سعودي عربستان سفير د خپل هيواد د شپږو اتباعو مړېنه هم پكښي تائېد كړې ده. پر دې سربېره د ډنمارك، برتانيې، اسټراليا او يو شمېر نورو هيوادونو د اتباعو د وژني خبرونه هم وركړل سوي، خو شمېر يې څرګند نه دئ.
په رسنيو كي د خپرو سوو خبرونو له مخي د بريد كوونكي اصلي موخه د امريكا استخباراتي شبكې (سي، آى، اې) هغه لوړ پوړي افسران ول چي د تروريزم خلاف جنګ كي د پاكستاني پوځ د روزولو دپاره اسلام آباد ته راغلي ول.
ويل كېږي چي ياد سوي افسران په ميريټ هوټل كي اوسېدل خو دا لا معلومه نه ده، چي هغوى هم په مړو او ټپيانو كي شامل دي كه يا.
د ژغورني عمله وايي دوى اوس هم د ګرمۍ له وجي هوټل ته نسي ننوتلاى، چي په وينا يې د اور د لګېدو له امله د سانتي ګريډ په حساب د حرارت درجه ۴۰۰ ته لوړه سوې ده.
د ميريټ هوټل مالك د جيو ټلوېزون سره په مركه كي د پېښي له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده كړه او زياته يې كړه چي په مالي تاوان يې بلا پسې، خو چي دونه كسان نه واى پكښي وژل سوي.
د پاكستان جمهور رئيس آصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د پېښي غندنه كړې او وايي د تروريستانو په دغسي بريدونو به دوى د تروريزم خلاف جنګ څخه لاس په سر نه سي.
جمهور رئيس زرداري په ۱۲ ساعتونو كي د پېښي له پلټونكو څخه د معلوماتو د وركولو امر كړى دئ.
په نړيواله كچه، اروپايي ټولني، ملګرو ملتونو، برتانيې، امريكا، اسټراليا او ګڼو نورو هيوادونو ياد سوى بريد غندلى دئ او د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش په دې اړه پاكستان ته د مرستي وړانديز  هم كړى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024