کور / تازه خبرونه / افغان محصلینو د هند په مایسور کی د فوټبال لومړی مقام وګاټه

افغان محصلینو د هند په مایسور کی د فوټبال لومړی مقام وګاټه

 


 


هغه لوبه چی هر کال یو ځلی  د مایسور پوهنتون له خوا په لاره اچول کیږی او په هغه کی سږکال د مایسور پوهنتون ټول کالجونو چی تعداد یی شپارسو ته رسیدی اشتراک کړی و، په ۱۶ د سپتمبر پیل او په ۲۰ پای ته ورسیده. وروسته له څو ورځنیو لوبو او پرله پسی  بریاوو افغان محصلین چی د جی ایس ایس کالج په نمائندګی یی لوبه کوله په دی و توانیدل چی د منوسه ګنګوتری کالج ټیم ته اخری دری صفر ماتی ورکړی او لومړی مقام خپل کړی. 


ټیم ته  ۱۵۰۰۰ هندی کالداری نقدی جائزه هم ورکړه شوه  د نورو مختلفو تحفو سره یوځای او د کالج مراسم د دوشنبی په ورځ دی چی هلته به هم مختلفی تحفی د کالج د مدیر له خوا  ورکړل شی.                                         
ه لومړیو ورځو کی یواځی افغانانو لوبه کوله خو کله چی فریدون د ټیم ډیر تکړه لوبغاړی سخت زخمی شو او هغه نشوای کولای چی لوبه وکړی  نو بیا یو  نفر د مالدیف ، یو افریکایی او یو تانزانیایی هم د مؤقت وخت لپاره    ټیم ته داخل شول خو فریدون دوه ورځی وروسته  بیرته لوبه شروع کړه.


عبدالله ملکزی چی ۱۶ نمبر باندی لوبه کوله د تولو لوبو تکړه لوبغاړی و پیژندل شو او هغه ته ځانګړی کپ ورکول شو. علی سینا چی په ۸ نمبر یی لوبه کوله ډیره په زړه پوری لوبه وکړه


 


 


لوبغاړی او د کالج د سپورټ مسؤل دسرو زرو کپ سره


 



 



د جی ایس ایس کالج بریا د هندستان په اخبارونو کی او فریدون د لوبی په حالت کی.



میرویس جانباز د ټیم ډیر تکړه لوبغاړی