کور / تازه خبرونه / احمدي نژاد: د يرغلګرو لاسونه به مات كړو

احمدي نژاد: د يرغلګرو لاسونه به مات كړو


د اېران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد وايي كه هر هيواد يې پر خاوره يرغل وكړي او خپلواكۍ ته يې په سپك نظر وګوري د اېران پوځ به يې لاسونه ور مات كړي.
ښاغلي نژاد دغه خبري د اېران – عراق جګړې د اتلسمي كاليزي په مناسبت پوځ د وينا پر مهال وكړې.
محمود احمدي نژاد وويل كه څوك د اېران پر قانوني حقونو او خاوره تېرى وكړي، د اېران پوځ به يې د خپلي خاوري څخه د دفاع په خاطر لاسونه ور مات كړي.
هغه زياته كړه چي اېران په نړۍ كي د سولي غوښتونكى دئ، خو اوس د دې وخت نه دئ چي له دښمنانو سره له نرمۍ كار واخيستل سي.
نوموړي يو ځل بيا د لوېديځ له نيوكو سره – سره د خپل هيواد پر اټومي پياوړتيا ټينګار وكړ.