پاکستان او افغانستان پر سرحد ګډ ځواک اچوي

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 22nd, 2008


رویټر په واشنګټن کی د کابل د دفاع د وزیر جنرال رحیم وردک له خولې راپور ورکوی چی پاکستان او افغانستان پر پوله د یو ګډ چټک پوځ د استقرار پر پلان خبری کوی . ده وویل چی پدې ځواک کی به امریکایی پوځ هم شامل وی . ده زیاته کړه چی د سرحد پر هغه بله خوا به پاکستانی پوځ مستقر کیږی او ټوله سرحدی منطقه به له دواړو خواوو شدیدأ مراقبت او کنترول کیږی . هلته د امریکا د ټولو قواوو لوی درستیز جنرال میولن کانګریس ته وویل چی ده امریکایی پوځ ته د لومړي ځل لپاره یوه داسی پوځی سترتیژی ورکړې چی د هغې له مخی به افغانستان او پاکستان دواړه احاطه کیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024