خوست:دسولي ورځ په پرتمينو مراسمو ونمانځل شوه
د سولې ورځ په خوست ولايت كې په درنو او پرتمينو مراسمو سره ونمانځل شوه
د وږي ۳۱ مه د سولې ورځ د خوست په ولايت كې په شاندارو او له شور و زوږه ډكو مراسمو سره د جرګو په تالار كې ونمانځل شوه.
د سولې ورځې په دغو مراسمو كې د خوست د بيلابيلو مدني بنسټونو او شورګانو غړو، دولتي چارواكو، د خوست د پوهنې او پوهنتون زده كوونكو ، محصلانو ، ښوونكو او استادانو ، قومي مشرانو، ديني عالمانو ، ځوانانو او خويندو ګډون كړى وو چې شمير يې ۱۲۰۰ تنوته رسيده او له ډلې يې له ۴۰۰ څخه زياتې ښځينه ګډونوالې وې.
د دغو مراسمو سمبالونكى او كوربه چې د خوست ټولنيز او فرهنګي مركز ميديوتيك وو له تيرو دوو اونيو راهيسې ورته په تياري بوخت و. د سولې ورځې لپاره د تياري نيولو په اړه د خوست د ټولنيز او فرهنګي مركز ميديوتيك مشر او د سولې پيغام راډيو رئيس ښاغلي زاهدشاه انګار وويل : (( له تيرو دريو كلونو راهيسې چې د سولې لپاره د افغاني مدني ټولنې بنسټونو شبكې له لوري په افغانستان كې د سولې ملي ورځ اعلان شوې او لمانځل كيږي په خوست ولايت د دغې ورځې د لمانځنې دنده د خوست ميديوتيك تر غاړې ده.))
ښاغلي انګار زياته كړه د خوست ميديوتيك مركز سږكال د دغې ورځې د لمانځلو لپاره د خوست د مدني بنسټونو او شوراګانو له شبكې سره څو ځلې غونډې وكړې، همداشان يې د خوست له اړونده دولتي ادارو ، قومي مشرانو او د نظر خاوندانو سره ليده كاته وكړل او په خوست كې يې د سولې ورځې د ښې لمانځنې په خاطر د دوى ټولو همكاري راجلب كړه.
د سولې ورځې د لمانځنې مراسم د۱۳۸۷ ل ، هـ كال د وږي پر ديرشمه سهار نهه بجې د مولوي اظهارالدين لخوا د پاك قران د مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل شول. ورپسې په وار سره د خوست د علماوو شورا رئيس مولوي محمدايوب هاشمي، مرستيال والي طاهر خان صبري، د خوست ولايت امنيې قوماندان عبدالقيوم باقي زوى، د ولايتي شورا غړي داود خان شهيدزوى ، د پوهنې رئيس سيدعزيز احمد هاشمي ، د پوهنتون رئيس ډاكټر ګل حسن وليزي ، د ملي جهادي شورا رئيس مولوي محمد سردار ځدراڼ، د قومونو پيوستون شورا رئيس حاجي غازي نواز تڼي، د سولې شورا سرپرست ډاكټر حبيب شاه ، د ښځو چارو رئيسې روګل ځدراڼ، قومي مخور مشر حاجي رسول محمد،د مجاهدينو د ملي اسلامي شورا رئيس قاري عبدالولي، دخوست ښار صنفي اتحاديې مشر كرامت خان خپلواك، د ډاكټرانو اتحادېي رئيس ډاكټر عزيز محسن، د المپيك امر عزيز ملنګ د اطلاعاتو او كلتور رئيس شفيق پوپل او نورو د سولې د اهميت ، ارزښت اړتيا او همداشان په افغانستان كې د سولې او امنيت د تامين په لاره كې پر شته ستونزو او د اوري پر لارو چارو هر اړخيزې خبرې وكړې، د ټولو ويناوالو په ويناوو كې مهم ټكي د دولت او ددولت د وسله والو مخالفينو تر منځ د مذاكراتو د پيل اړتيا، پخلاينه، او د وسله والو مخالفتونو، پر ځاى، دواړه ښكيلې غاړې په سياسي او ټولنيز ډګر كې سالمې سيالۍ ته را بلل وو. همداشان ويناوالو خوښي څرګنده كړه چې د سولې ورځې په درناوي داوړو ښكيلو غاړو ( افغان او ناټو ځواكونو او وسله والو طالبانو ) اوربند وكړ، ويناوالو او د غونډې ټولو برخه والو دا ډزبندي يو نيك او بختور فال وباله ټينګار يې وكړچې له دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره دې مدني بنسټونه او شوراګانې ، قومي مخور سپين ږيري ، ديني عالمان، او په ټوله كې بانفوذه او باخبر كسان د خپل نفوذ په كارولو سره پر دواړو ښكيلو غاړو زور راوړي تر څو سولې، مصالحې او پخلاينې ته غاړه كيږدي او د دواړو غاړو تر منځ يې د مذاكراتو د پيليدا غږ وكړ. د دغو پرتمنيو مراسمو ګډونوالو دا هم ووې: موږ دې ته چمتو يو چې د داوړو غاړو ترمنځ بې پرې ، رښتينى او مخلصانه منځكړيتوب وكړو ترڅو ترمنځ يې په پراخه او لوړه كچه مذاكرات پيل شي.
د سولې ورځې د دغو شانداره مراسمو ښكلا او پرتم د نجونو او هلكانو د ترانو ډلو د ترانو ترنم ، د خوست تلويزيون د تياتر ډلې په زړه پورې تمثيلې ټوټې، د خوست د المپيك ورزشكارانو ورزشي نمايشاتو، او ځاى ځاى د ځوانو شاعرانو د شعرونو اورولو لاهم پسې زيات او خوندور كړل.
د غونډې د پرمخ بيولو او وياندويۍ كار چې د سولې پيغام راډيو مرستيال او د نشراتو مدير نجيب الله الوخيل او د خوست تلويزيون تكړه ژورناليست زورلي خان خوشنود لخوا تر سره كيده د غونډې په نظم او د برخه والود ژور پام په ساتلو كې ډير اغيزمن و.
د سولې ورځې د دغې درنې ، لويې او پرتمينې غونډې ارزونه خوست والي ارسلاجمال وكړه ، ښاغلي ارسلاجمال غونډه په خوست كې يوه بې سارې ، لويه ، شانداره ، منظمه او پرمحتوا غونډه وبلله او پر هغو كارونو او لاس ته راوړونو يې هم رڼا واچوله چې د خوست په ولايت كې د سولې او امن د ټينګښت لپاره ترسره شوي او كيږي.
خوست والي ښاغلي جمال د دولت پر مخالفينو غږ وكړ چې نور دې له وسله وال مخالفت څخه لاس پر سر شي ، رادې شي په انتخاباتو كې دې ګډون وكړي، د ټولټاكنو له لارې دې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړيتوب وګټي ، د ولسمشرۍ لپاره دې ځانونه كانديد كړي او دا پوست دې هم وګټي خو د ازادو ، دموكراتيكو او عادلانه ټولټاكنو له لارې.
د غونډې په پاى كې د دغو مراسمو د سمبالوونكي او كوربه دفتر ميديوتيك مشر ښاغلي انګار د پاى ويناوكړه د خوست له مدني بنسټونو او شوراګانو ، قومي سپين ږيرو او مشرانو او اړوندو دولتي ادارو څخه يې مننه كړه چې د سولې ورځې د لمانځنې په كار كې يې د خوست ميديوتيك لاسنيوى كړى وو. ښاغلي انګار د خوست او جنوب ختيز زون له يوناما دفتر او په ځانګړې توګه د دغه دفتر له استازو استاد شهزار او استاد مجيب څخه هم مننه وكړه چې د سولې ورځې د لمانځنې په چاره كې يې د خوست ميديوتيك ملاتړ كړى وو.
د خوست ميديوتيك مركز مشر زاهدشاه انګار له ټولو ګډونوالو په تيره بيا له خويندو څخه هم مننه وكړه چې په ډير شمير كې يې په دغو مراسمو كې ګډون كړى وو.
چې په دا ډول غونډو كې د ښځو دومره پراخه برخه اخيستنه او ونډه د خوست په تاريخ كې بې سارې وه.
مراسم د ماسپيښين په يوه بجه او ۳۰ دقيقو په هيواد كې د تلپاتې سولې په دعايې او د يوې ډلې نجونو ، هلكانو او خوست والي لخوا د كوترو په ازادولو او الوزولو سره پاى ته ورسيدل.
د سولي د ورځي په اړه لراوبر ته نور رارسيدلي راپورونه او عکسونه :
A Peace Rally:Stop Genocide of Pashtoon people
To: Director of the United Nations in the Netherlands
د ملګرو ملتونو په نوم د ويښ ځوانانو پريکړه ليک Declaration
د وېښ ځوانانو لاريونونه : پريکړه ليک ، خبرونه او انځورونه