کور / تازه خبرونه / علیشاه پکتیاوال په یوې چاودنې کې ټپي شوی.

علیشاه پکتیاوال په یوې چاودنې کې ټپي شوی.

د مرکزي زون د جنايي تحقیقاتو د ریاست مشر جنرال علیشاه پکتیاوال نن سهار په اته نیمو بجو د کابل په لویدیځ کې د کمپنۍ په سېمه په یوې چاودنې کې ټپي شوی ولې دوه مل سرتېري یې وژل شويدي. د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري رسنیو ته ویلي چې علیشاه پکتیاوال کمپنۍ ته د اوبو رسولو د امنیتي پوستې د پلټنې لپاره ورغلی وو چې چاودنه پری شوېده. جنرال علیشاه پکتیاوال د کرزي په حکومت کې په امنیتي ډګر کې یو فعال افسر بلل کېږي هغه ډېر کم خوب کوي ولې پر دنده کلک ولاړ وي. د کمپنۍ پر پوسته تېره شپه یوه تن وسلوال برید کړی او د رپورټونو له مخې یې څلور پولیس وژلي دي، کمپنۍ سېمه پدی وروستیو کې د وسلوالو د بریدونو ښکار شوی.