کور / تازه خبرونه / په وسله وال بريد كي د پوليسو قومندان ووژل شو

په وسله وال بريد كي د پوليسو قومندان ووژل شو

په پکتيکاولايت کې د يوې وسله والې شخړې پرمهال د يوه قوماندان په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتيکاوالي ډاکټر اکرم خپلواک وايي، يوه تن چې نظامي يونيفورم يې پرتن و، د برمل په سرحدي ولسوالۍ کې يې د امنيتې پوليسو په موټر وسله وال بريد وکړ، چې له امله يې د ځايي قوماندان په ګډون پنځه سرتيري ټپيان شول او د والي په وينا د پوليسو په ځوابيه بريدکې نوموړى تن هم ووژل شو.