کور / تازه خبرونه / پكتيكا: د ناټو بې پيلوټه الوتكه لوېدلې ده

پكتيكا: د ناټو بې پيلوټه الوتكه لوېدلې ده

په پكتيكاولايت کې د ناټوځواکونو يوه بي پيلوټه الوتکه را لوېدلې ده.
 په جنوب ختيځو  ولايتونوکې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې د پکتيکا په لويديځه برخه  کې يې يوه بي پيلوټه الوتکه رالوېدلې.
خبرځاى وايي چې الوتکه يې ويشتل شوې نه ده، بلکې تخنيکي ستونزه يې لرله.
څه موده وړاندې هم په نوموړي ولايت کې يوه بله ورته الوتکه رالوېدلې وه او هغه مهال هم ځواکونو ويل، چې لامل يې تخينکي ستونزې وې، خو طالبانو ويل چي دا الوتكه يې ويشتلې ده.