کور / تازه خبرونه / خوست: د ناټو پر مركز د توغنديو بريد شوى

خوست: د ناټو پر مركز د توغنديو بريد شوى


تېره شپه په خوست کې د مېشتوناټوځوکونو پر پوځي اډه د توغنديو بريد شوى. بريدکوونکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ناټو وايي چې توغندي په شاړو ځمکو کې لګېدلي او دوى ته يې زيان نه دى رسولى.
دوى دا هم وايي، چې ځواکونو يې د توغنديو سيمه په نښه کړې،  خو د زيان په اړه يې معلومات نشته.
بل پلو ناڅرګندو کسانو د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د ځايي کلينيک يو امبولانس موټر پر نامعلوم لوري تښتولى دى، ځايي چارواکي تائېدوي او وايي په تور يې څوک نه دي نيول شوي.
په دې وروستيو کې د خوست په بېلابېلو سيمو کې د موټر تښتولو پېښې زياتې شوې دي.