کور / تازه خبرونه / طالبان د ژمي حملو ته ځانونه تیاروي

طالبان د ژمي حملو ته ځانونه تیاروي

د امریکا وال سټریټ ژورنال خبر ور کوی چی طالبان د معمول پر خلاف سږ کال په ژمی کی خپلو حملو ته ترجیح ورکوی . په ختیځ افغانستان کی د امریکایی ځواک د قوماندان معاون جنرال مارک میلی وویل چی زما په ګومان دښمن غواړي چی تشدد ته زیاتوالی ورکړی تر څو د نا امنۍ عمومی څپه همداسی خپره وساتی . ده وویل چی ژمی تل د جګړو څخه خالی وی خو سږ کال طالبان تصمیم لری چی د دمی پر ځای په همدا ژمي کی هم جنګ ته پایښت ورکړی . یو افغانستان پېژندونکي امریکایی بارنیټ روبین وویل چی داسی ښکاری چی سږ کال ژمی به په افغانستان او پاکستان کی ټولو خواوو ته لوی تلفات ورسیږی . راپور زیاتوی چی د سږ کال په نهو میاشتو کی په افغانستان کی ۱۲۷ امریکایی پوځیان وژل سوي دي حال دا چی په تېر ټول کال کی دا شمېر ۱۱۷ و .