کور / تازه خبرونه / كوټه: پر پوليسو ځانمرګى وسو

كوټه: پر پوليسو ځانمرګى وسو


د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كي د پوليسو پر يوه كاروان ځانمرګى بريد وسو چي له امله يې يوه نجلۍ وژل سوې او د ۱۳ پوليسو په شمول ۱۹ كسه ټپيان دي.
د كوټي د پوليسو مشر آصف نواز وايي پوليس د معمول سره سم په ګزمه وتلي وه چي يوه ځانمرګي بريد كوونكي ورباندي ځان وچاودئ.
د پوليسو په وينا ولسي ټپيان يې د كوټي سېول (ملكي) او پوليس يې پوځي روغتون ته نقل كړي چي د ځينو د روغتيايي حالت خطرناك ښودل سوى دئ.
وروسته له هغه چي څو ورځي وړاندي د اسلام آباد په ميريټ هوټل كي ځانمرګى بريد وسو، د پاكستان په ټولو مركزي ښارونو كي پوليسو سخت امنيتي تدابير نيولي وه، چي د كوټي په ښار كي هم پوليسو او پوځيانو خپلي ګزمې ډېري كړي وې.