کور / تازه خبرونه / رحمان ملك: ډېر ژر به افغان سفير له تښتوونكو خلاص كړو

رحمان ملك: ډېر ژر به افغان سفير له تښتوونكو خلاص كړو

د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وايي ډېر ژر به افغان سفير د تښتوونكو له منګولو څخه خلاص كړي.
رحمان ملك په داسي حال كي دا خبر وركوي چي تېره ورځ د پېښور د پوليسو مشر ملك قمر نويد هم د تښتوونكو د څرك ايستلو خبر وركړ.
رحمان ملك هم افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي د ځان د امنيت په برخه كي په بې پروايي تورن كړ.
نوموړي وويل هغه بېله دې چي پوليس ورسره وي او يا هغوى ته د خپلو ليدنو په باب له مخكي خبر وركړي غونډو ته تګ راتګ كاوه.
پاكستان ته د افغانستان سفير حاجي عبدالخالق فراهي د سپټمبر پر ۲۲-مه په حيات آباد كي په سپينه ورځ تر وسله وال بريد لاندي راغئ، چي ډاريور يې مړ، يو ملګرى يې ټپي او خپله ښاغلى فراهي پر يوه نامعلوم لوري وتښتول سو.
حاجي عبدالخالق فراهي چي مخكي په پېښور كي افغان جنرال كونسل و، په دې وروستيو كي د پاكستان دپاره د افغانستان سفير ټاكل سوى و، چي تر اوسه يې لا پر نوې دنده كار نه و پيل كړى.
د ښاغلي فراهي د تښتوونكو په اړه كه څه هم تر اوسه ميډيا ته معلومات نه دي وركړل سوي، خو د افغانستان ځيني حكومتي چارواكي ادعا كوي چي نوموړى د پاكستان د استخباراتي ادارې آى، ايس، آى په لارښوونه تښتول سوى دئ.