کور / تازه خبرونه / فدايان اسلام: د امريكا مرستندويان ټوله وژنو

فدايان اسلام: د امريكا مرستندويان ټوله وژنو


د پاكستان د فدايان اسلام ډلي وياند يوه عربي ټلوېزون ته په لېږلي پيغام كي ګواښ كړى، چي هرڅوك د امريكايي پوځيانو راتګ ته زمينه سازي كوي، ټول به په نښه كړو.
فدايان اسلام ډله چي پر مېريټ هوټل يې د ځانمرګي بريد مسئوليت هم منلى وايي د پنټاګان هغه ادعا غلطه ده چي وايي دوه سمندري پوځيان يې د هوټل په پېښه كي وژل سوي دي.
د فدايان اسلام وياند وايي د هوټل وروستي درې منزله امريكايي سمندري ځواكونو، د ايف بي آى جاسوسانو او د اروپايي سفارتخانو كاركوونكو ته ځانګړي سوي وه، چي د بريد پر وخت زيات شمېر كسان پكښي ووژل سول.