دملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د ستراتيژۍ د بدلون اړتيا

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2008


 د كله نه چې د طالبانو حكومت نسكور او د نړيواله ټولنې په مرسته اوسنى حكومت منځته راغي د هغه ورځې نه تر نن پوري په زرګونو ملكي خلك چې اكثره يې پښتانه دي وژل شويدي، او لا دا لړۍ دوام لري او هره ورځ په لسګونه بيګناه كسان وژل كيږي، سوال دا پيدا كيږي چې آيا نړيواله ټولنه به پداشان كړونو سره به وكولاٰى شي چې افغانستان ته د كومې موخې لپاره راغلي دي كامياب شي؟ او كه هسې د خلكو په سترګو كې خاورې اچولې دوى نورې موخې لري ترڅو په هېواد كې اوږدمهاله پاتې شي؟
كه موږ وګورو چې داشان بمباريو ورځ تر بلې په سيمه كې بي امنيتي راوستي او د دولت د مخالفينو ليكې يې نورې هم قوي كړي دي، نو پكار ده چې نړيواله ټولنه بايد په خپله كړنلاره د سره كتنه وكړئ ترڅو د دا ډول ناوړه پيښو مخه ونيول شي كه چيرته دا ډول پيښي خداى مه كړه همداسې دوام وكړي نه به د نړيواله ټولنې او نه به دافغان دولت خير وي نو بايد دوى په خپله ستراتيژي د سره غور وكړي تر څو د ملكې وګړو ته د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.
تر هر څه ړومبى بايد په هېواد كې يو قوي او قانونې حكومت رامنځته شي او په جنګې جرمونو كې ككړو كسانو ته چې اوس په لوړو دولتي پوستونو كار كوي محاكمه او سزا ورنكړل شي تر هغه پورې به دا مظلوم افغانان په بيلابيلو نومونو وژل كيږي، چې خداى مه كړه دا كړنې به بيا هېواد يو ځل بيا د يوې بلې اوږد مهاله جكړې ډګر وګرځوي.
 د امنيت ملي اداره بايد ملي شي هغه پدې  مانا چې د يوې ډلې له واك څخه ويستل شي، ځكه چې دا اداره  اوس يوازي د شمالي ټلوالې او په ځانګړي توګه د پنجشيريانو په لاس كې ده او دوى د پښتنو سره پخوانى دښمنى لري او فكر كوي چې طالبان پښتانه ؤ او بايد له دوى څخه خپل غچ واخستل شي، نن ورځ د دوى لپاره دا ښه چانس دى چې پښتانه په هر نامه وي بايد وځپل شي، او د غلطو راپورو په اساس د امريكايانو په مرسته پښتون وژنې ته دوام وركوي چې تراوسه پورې په خپلو كارونو كې ښه كامياب دي.

په ملي اردو او ملي پوليسو كې دپښتانو  كموالى او نه شتون دى هم لويه ستونزه را ولاړه كړي ده، ډېرى پښتانه چې په ملي اردو او ملي پوليسو كې جذب شوي ؤ اوس خپلې دندې د دولت د مخالفينو له ويري پريښي دي او نوي كسان هم زړه نه ښه كوي چې په ملي اردو او يا ملي پوليسو كې جذب شي، نو ځكه  اوس په ملي اردو او پوليسو كې يوازي د شمال لنډغر او لنډ پوزي هزاره ګان پاتي دي، همدا دوى دي چې نن په پښتنو سيمو كې دندې لري او دوى لكه د امنيت ملي غوندي كوښښ كوي چې بايد پښتانه وځپل شي، دا لنډ غر شماليان او لنډ پوزي هزاره ګان په پښتنو ميشتو سيمو كې د خلكو سره ډېر ناوړه چلند كوي، چې ځينې خو يې خلكو ته د طالبانو وختونه يادوي، او ځينې وختونه خو كنځلې هم كوي،كله چې پر دوى د دولت د مخالفينو لخوا بريد وشي نو پردي وخت كې دوى په عامو خلكو بريد كوي يا عام وګړي وهي او ټكوي چې د ډېرو ملكي كسانو ته ضرر رسوي.
ياد شوي كسان په پښتنو سيمو كې ښوونځيو ته اور اچوي تر څو په پښتنو سيمو كې د علم شمع مړه او پښتون نوى نسل د جهل په تيارو كې وساتي، يو مثال يې دا دى چې څه موده مخكې په ولايت وردګ كې هم ښوونځي سوزول كيدل چې په هغه وخت كې د ولايت امنيه قومانداني د بدخشانيانو په لاس كې وه، هيڅوك نه پوهيدل چې دا كار څوك كوي خو كله چې پته ولكيده هغه كې د بدخشان څخه راغلي پوليسو لاس درلود چې ځينې كسان يې وهم نيول شول دهغه وخت امنيه قوماندان په داخله وزارت د څه وخت لپاره بندې هم ؤ.
 اوس چې دا ولايت تر هر بل وخته نن ناآرامه او اكثره سيمې د طالبانو تر كنترول لاندې دي ولې ښوونځي نه سوزول كيږي؟، نور ښكاره خبره ده د هېواد په نورو سيمو كې چې ښوونځيو ته اور اچول كيږي همدا لنډغر شماليان او لنډ پوزي هزاره ګان لاس لري.

نړيواله ټولنه بايد د بهرنيو هيوادونو مخنيوى وكړئ، پاكستان په ښكار زموږ په هېواد كې مداخله كوي چې ټولو ته د لمر په شان روښان ده، ايران هم كوښښ كوي چې پښتانه بايد په جنګ كې مصروف وساتل شي ترڅو هزاره ګان په حكومت كې پوره كنترول لاسته راوړي او همدارنګه غواړي چې امريكا هم په افغانستان كې مصروفه وساتي ځكه اوس د ايران ډېر كم مصرف كيږي بشري قوه د افغان دولت د مخالفينو استعمالوي كه چيرته د امريكې سره په جنګ كې ښكيل شي بيا يې لګښتونه سل چنده او همدارنګه بشري قوي ته يې هم ډېر زيان آوړي ځكه تلپات رامنځ ته كيږي، نو د ايران لپاره دا ښه چانس دى چې امريكا په افغاÙ
 �ستان كې ښكيل وي او پر دوى د حملي نيت ونكړي.

 تركومه ځايه پورې چې ماته معلومه ده طالبان هم خپله همداسې غواړي چې ملكي خلكو ته زيات زيان ورسيږي ترڅو عام خلك د نړيواله ټولنې او دولت څخه ناراضه او د دوى ليكوته جذب شي، دا ما خپله د ځينو طالبانو ځخه آوريدلي او دوى ددې ارمان كوي چې پر ملكي خلكو بمباري وشي او ډېر ملكيان پكې وژول شي ترڅو خلكو ته وښايې چې نړيواله ټولنه يوازي طالبان او ترهګر نه وژني بلكې د ملكي خلك هم هدف ګرځوي پردې سره ددوى ملاتړ په سيمه كې زياتيږي.

نن ورځ په افغانستان نړيواله ټولنه ناكامه ده ځكه هغه څه چې دوى او د دوى ملګرو په تيرو څو كلونو كې وكرل ددې باعث شول چې د خلكو ذهنتونه د نړيواله ټولنې پر خلاف شي چې اوس حالات د دوى له كنټرول څخه وتلي دي او دوى نشي كولاى چې په سېمه كې امنيت راولي او اوسنى حالت ته د پاى ټكۍ كيږدي، دوى اوس كوښښ كوي ترڅو خلك په بمباريو وډاروي ترڅو دوى ته تسليم شي، خو دوى د افغانستان تاريخ ندى مطالعه كړي چې همدا ړندي بمبارى به د خلكو غوسه راوپاروي او دوى په د روسانو په انجام اخته كوي.

موږ نن ګورو چې نړيواله ټولنه په ځانګړي توګه امريكا په افغانستان كې دوه مخې پاليسي پرمخ بيايې او نه غواړي چې په سيمه كې آرامې راشي، كه چيرته دوى غوښتل چې افغانستان آرام شي نو او دوى ټاكل شوي موخې لكه څرنګه چې دوى مخكې زمزمه كولې لاسته راوړي بايد د ترورستانو اصلي ځالې چې د ډيورنډ كرښې هاخوا دي  وڅپل شي او ترڅو چې دوى تمويل او روزنې سر چينې نه وې وچې ترهغه پوري په افغانستان  كې همدا حال وي، نو نړيواله ټولنه بايد اول ترورستان هلته تر بريد لاندي ونيسي ترڅو د افغانستان ته رانشي، پر دې سره به په سيمه كې آرامي شي او ملكي خلك به نه وژل كيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024