کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د (پوهنتون بلخ)په (دانشګاه بلخ) بدلولو هڅه ناكامه شوه

د (پوهنتون بلخ)په (دانشګاه بلخ) بدلولو هڅه ناكامه شوه


د بلخ پوهنتون يو شمېر تاجك، ازبك او هزاره محصيلينو د وږي په ۳ مه، هڅه وكړه چې د دغه پوهنتون لوحه ((پوهنتون بلخ)) په ((دانشګاه بلخ)) بدله كړي، خو پاتې راغلل.


دغو محصيلينو ((دانشګاه بلخ)) لوحه پخپله خوښه په ډېره لوړه كچه جوړه كړې وه او د يادې شوې ورځې په پوره درې بجو يې په داسې حال كې چې د بلخ پوليسو يې امنيت نيولى و، د لسګونو محصلينو په بدرګه د ((پوهنتون بلخ)) لوحې پر ځاى بنده كړه.


د ((دانشګاه بلخ)) لوحې د بندولو پر مهال يې ( مرګ به پوهنتون، زنده باد دانشګاه، ما از زبان اصلي خود دفاع ميكنيم او … ) شعارونه وركول. دوى د لوحې د بندولو څخه وروسته بېلا بېلو پښتنو محصيلينو ته ويل چې دا ده لوحه مو درته كوزه كړه او دا به يې ورسره زياته كړه چې راتلونكى اختر به ورباندې دوه اختره شي، خو دغه خوب يې پوره نشو او ناوړه هيلې همداسې هيلې پاتې شوې.


د مالوماتو له مخې دغه دانشګاه پال محصلين اصلا د سولې پر نړيواله ورځ، په بلخ كې د ويښ ځوانانو نړيوال سولييز لاريون، چې د بلخ پوهنتون پښتنو محصيلينو يې پخپل ګډون بې سارى ملاتړ كړى و، زورولي وو.



په دغه لاريون كې پښتنو ځوانانو ټول افغان ولس سولې ته رابللى و، خو نه پوهېږم چې افغان ولس سولې ته رابللو كې د دانشګاه پالو څه زيان دى.


ويښ ځوانانو د ټولې نړۍ په سطحه دا وښوده چې افغانان سوله پال دى او غواړي چې د خپلو غوښتنو(افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي.) او (۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي.) په عملي كېدو، په افغانستان كې د سولې راوستو له لارې ټوله نړۍ سولې ته راوبلي، خو له پوهېدنې لرې خبره ده چې دغه ايراني لغت پاله ډلې ولې دافغاني غوښتنو مخالفت كوي او پرې زورېږي.



دانشګاه پال د سولې نړيوال لاريون زورولي وو:


دوى د سولې د نړيوالې ورځې په نمانځلو كې پاتې راغلل، كنه دغه ورځ خو ويښ ځوانانو په ټوله نړۍ كې د افغانانو په نوم نمانځلې وه او په هېڅ ځاى كې يې هم د پښتون نوم نه دى اخيستى، خو دا چې دوى وليدل چې دغه ورځ پښتنو ونمانځله نو وېپتيله چې بايد په هغه ځاى كې چې د دوى په ګومان يو څه ډېر واك لرى، په بدل كې يې داسې يو كار وكړي چې د همغې سيمې ځوانانو ته يو ډول ګواښ وي چې ګواكې دوى خو دلته دومره زورور دي، خو وايي چې بې ځايه هوښيار مرغه له دواړو پښو ګير كېږي، نو همداوه چې غلطه لار يې خپله كړې وه نو ځكه خو يې غلط ګام پورته كړ او له همدې امله  په خپل شوم هدف كې پاتې راغلل.



د ځينو پښتنو محصيلينو په خوله له لاريون څخه مخكې د لاريون د پوسټرونو د لګونې پر وخت ځينو دانشګاه پالو ويلي و، چې تاسو ولې په مزارشريف كې داسې تصويرونه لګوئ چې په خلكو بد لګېږي، دوى ويلي و چې په ننګرهار كې خو دوى داسې كار نشي كولى، تاسو ولې دلته د پاچاخان له تصويرونو ټول ښار ډك كړى دى. د همدوى په وينا له دې تصويرونو سره دلته خلك حساسيت لري، بايد ترې ډډه وشي. نو له دې څرګندونو ښكاره ده چې ځينې كړۍ په شمال كې شته چې د خپلو غير افغاني مفكرو په پلي كولو د شمال ټول افغان پال او سوله پال ولس بدناموي. داسې ښيئ چې د شمال اوسېدونكي د افغانستان د پاتې اولس پر وړاندې بېل فكر لري. خو حقيقت داسې نه دى د افغانستان د شمال اوسدونكي هم د ټول افغانستان اولس په څېر په دې وطن دردېږي او د سولې په لور د هر ګام ملتيا كوي.



  كه لږ غور وشي دوى د پښتنو د مخالفت په نوم د سولې راوستو د مخالفت هڅه وكړه، نو ښكاره ده چې د سولې مخالفينو سره بايد همداسې چلند وشي.  د بلخ ولايت چارواكي د مننې وړ دي، چې لومړى خو يې  د سولې پر نړيواله ورځ د سولې راوستو په هيله د ويښ ځوانانو د نړيوال لاريون يوه څنډه چې په مزارشريف كې د بلخ پوهنتون د يو شمېر روڼ اندو محصيلينو په مرسته تر سره شوه، ملاتړ وكړ او بل يې په زغرده د دانشګاه پالو د اساسي قانون خلاف او د ملي ارزښتنو په زيان كړنې مخه ونيوه.



د ((دانشګاه بلخ)) لوحې ځړول او د بلخ پوهنتون د پښتنو محصيلينو زغم:


ښكاره ده چې دغه ډول كړنې هېڅ افغان ته د منلو او زغملو نه دي، خو د بلخ پوهنتون پښتنو محصيلينو څو ورځې وړاندې د سولې پر نړيواله ورځ د افغان ولس د سوله پال ويښ ځوانانو ملاتړ په همدې احساس كړى و، چې دوى رښتيني افغانان دي او افغانان  هرې ستونزې  ته د سولې  له لارې حل پيدا كوي، نو په دغه ورځ يې په همدې ډاډ چې بايد د دې كار د مخنيوي لارې چارې دولت پخپله وسنچوي، غلې پاتې شول.


د ((دانشګاه بلخ)) لوحې د ځړولو پر مهال په سلګونو پښتانه ځوانان ولاړ و او د زهرو غړپ يې تېراوه خو قانون يې په لاس كې وانه خيست او د دانشګاه پالو هېڅ ډول غير قانوني مخنيوي هڅه يې ونكړه.



پښتانه محصيلين د دوى له دې شوم مرام څخه نږدې درې ورځې مخكې خبر و او د مخنيوي لپاره يې د مركزي او سيميزو دولتي چارواكو خبرول خپله افغاني دنده وګڼله. دوى د خپلو ځينو پښتنو محصيلينو پر مټ خپل غږ د ګيلې په توګه تر خپلو چارواكو ورسوه او هغوى يې په دې وپوهول چې د يو شمېر پردي پالو افغاني ضد كړنو مخه  ونيسي، كنه دغه كار به په بلخ ولايت كې  خداى مه كړه تعصوبونو او كركو ته لاره هواره كړي.


پښتانه محصييلن په دې پوهېدل چې دا د اساسي قانون او ملي ارزښتونو خلاف كار دى، نو مخه يې بايد په قانوني لارو ونيولى شي، نو همدا وه چې هڅو يې رنګ راوړ او په دې وتوانېدل چې له قانوني لارې د ((دانشګاه بلخ)) مخه ونيسي. 


د پوليسو پر مټ د ((دانشګاه بلخ)) هڅه ناكامه كړاى شوه:


د ((دانشګاه بلخ)) د لوحې ځړولو پر مهال پوليسو د لوحې دروونكو امنيت نيولى و خو كله چې دغو خودكش و بېګانه پرورو خپل تپاك كېنوه، نو نږدې يو ساعت وروسته د بلخ د امنيه قونداني زيات شمېر پوليس د لوحې د بېرته غورځولو په نيت پوهنتون ته راورسېدل.


پوليسو په پيل كې د پوهنتون او په ځانګړې توګه د پوهنتنون د دروازې امنيت ونيوه، څو  ځينې دانشګاه پال يې د ((دانشګاه بلخ) د غورځولو پر مهال مزاحمت ونكړي.


بلخ پوهنتون د مزارشريف او پلخمري د لويې لارې ښي لوري ته پروت دى، چې د لوحې د غورځولو پر مهال دغه سرك نږدې يو ساعت دموټرو  پر مخ بند و. پوليس وتوانېدل چې د ((دانشګاه بلخ)) لوحې د دروونكو د سخت غبرګون څخه وروسته دغه لوحه پر ځمكه وغورځوي او پر ځاى  يې بېرته اصلي لوحه (( پوهنتون بلخ)) وځړوي.


د پوليسو پر وړاندې د دانشګاه پالو وسلوال غبرګون:


مخكې له دې چې پوليس د ((دانشګاه بلخ)) د غورځولو تابيا ونيسي، څو څو ځله د بلخ پوهنتون رياست او د دغه ولايت د ځينو لوړ پوړو چارواكو لخوا د همدې لوحې د دروونكو د پوهېدنې هڅې شوې وې، ورته ويل شوي و، چې دا د قانون خلاف كار دى او د محصيلينو له وس څخه پورته دى، خو نه پوهېږم چې دې ايراني لغت پالو د كومو سرباڼو په ډاډ سرغړونه كوله.


په همدې هكله د بلخ پوهنتون ريس انيجينر حبيب الله حبيب د ((دانشګاه بلخ)) د درولو د غندلو څخه وروسته وويل چې دغو محصيلينو ته خو اول د دغه كار د نه ترسره كول خبر وركړل شو او ګواښ ورته وشو كه يې تر سره كړ، نو پاى به يې ښه نه وي، خو زياتوي چې بيا يې هم لوحه وځړوله.


نوموړي په زغرده وويل چې دغه كار د محصيلينو د ذهن لاسته راوړنه نه وه، بلكې دوى له بهر څخه په منظم ډول دې كار ته هڅول شوي وو.


د پوهنتون ريس په وينا د دغې لوحې د جوړولو د لګښت وس د محصل دنوم سره نه ښايي، دى زياتوي چې د لوحې لګښت هم ورته له دباندې څخه برابر شوى و او همدا وه چې دوى په پوره ډاډ او پرته له وېرې دا هر څه كول.


همدا وه چې كله پوليس د ((دانشګاه بلخ)) د غورځولو په نيت شاوخوا امنيت په نيولو لاس پورې كوي نو د محصيلينو د وسلوال غبرګون سره مخ كېږي.


د پوهنتون له مركزي ليلې څخه پر پوليسو د تفنكچې ډزې كېږي او پوليس دې ته مجبوروي، چې په هوايي ډزو د محصيلينو د مخامخ ډزو مخه ونيسي.


د بلخ امنيه قومندان مل پاسوال سردار محمد سلطاني په دې هكله وايي چې دوى هوډ كړى و چې پرته له كوم تاوتريخوالي د دغه غير قانوني كار مخه ونيسي، خو زياتوي چې د پوهنتون مركزي ليلې څخه لوحې دروونكو محصيلينو پر پوليسو د تفنكچې ډزې وكړې او دوى يې دې ته مجبور كړل چې په لازم غبرګون يې مخه ونيسي.


دى زياتوي چې په همدې كې ځينې محصيلين يو څه ټپيان هم شول چې حالت يې دومره د انديښنې وړ نه و.


مل پاسوال سلطاني هم وايي چې لوحه دروونكي محصيلين له بهره هڅول شوي وو او زياتوي چې ستر دليل يې له دوى سره د وسلې شتون دى. د هغه په وينا پوهنتون او وسله دوه متضاد نومونه دي.


نوموړي وويل چې هوډ يې كړى چې د ((دانشګاه بلخ)) لوحې د ځړولو ټول هڅوونكي محصيلين به نيسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.


د بلخ پوليسو په ډېره مېړانه د ((دانشګاه بلخ)) لوحه پر ځمكه وغورځوله او پر ځاى يې د ((پوهنتون بلخ)) لوحه بېرته پر خپل ځاى بنده كړه. پوليسو نږدې پنځه محصيلين په دغه تور له ځان سره يوړل.


خو د بلخ پوهنتون ځينې محصيلين وايي چې د لوحې دروونكو شمېر له پنځوو څخه ډېر دى، دوى وايي چې  د دغو محصيلينو شمېر لسګونو ته رسېږي او كه امنيتي چاوراكي د ټولو په نيولو بريالي نشي نو ممكن په پوهنتون كې ځينو محصيلينو او په ځانګړې توګه پښتنو هغو ته ستونزې راپيدا كړي. 


د ((پوهنتون بلخ)) لوحې پر ځاى كولو څخه وروسته تر سهاره پورې پوليسو د پوهنتون امنيت نيولى و او هېڅ محصل حق نه درلود چې ليليې څخه دباندې لاړ شي او يا هم كوم څوك ليليې ته ننوځي. 


د دانشګاه ننګه يو ځل مخكې هم شوې وه:


دا لومړى ځل نه دى چې د پوهنتون او د پردۍ دانشګاه تر منځ شخړې په مزاشريف كې رامنځ ته كېږي.


څه موده وړاندې هم د بلخ ملي راديو تلويزون  يو خبريال په راپور كې د پوهنتون پر ځاى د دانشګاه او محصل پر ځاى د دانشجو پردۍ كليمې كارولې وې خو د اطلاعات و فرهنګ وزارت يې د اساسي قانون له مخې پر وړاندې سخت غبرګون ښودلى و.


د بلخ پوهنتون ځينو دانشګاه پالو محصيلينو د مزار ښار د ځينو پردي پالو فرهنګيانو په متليا د وزارت د پرېكړې په غندلو او د ملي راديو تلويزون د خبريال په ملاتړ لاريون كړى و. خو ښه و، د هغه لاريون ځواب يې هم د مزار ښار ځينو افغان پالو فرهنګيانو يوه ورځ وروسته د يو لاريون په درسره كولو وركړ او هېوادوالو ته يې وښودله چې پر دې خاوره لا هم د افغان ولس افغان بچيان شته، چې په قانوني لارو د ځينو پردي پالو مخه ونيسي او دخپل هېواد د كلتور او فرهنګ د خوندي ساتلو لپاره هڅې راونې وساتي.


د ((دانشګاه بلخ)) طرحه هم د همدې ته ورته ډلو پر مټ  د بلخ پوهنتون د يو شمېر محصيلينو له لارې عملې كېده. دوى فكر كړى و چې د تېرې ماتې جبيره به وكړاى شي خو وايي چې  كوږ بار تر منزله نه رسېږي، د بدې او كږې خبرې هر افغان خلاف دى،  داسې نه ده چې د دې خاورې ټول ولس تعصوبونو او كركو ته لمن وهي، ځينې شته چې د خودكش او بېګانه پرور خويونو له مخې يې پردي پال ذهنيتونه دې ته مجبوروي، چې په ځينو افغان ضد كارونو لاس پورې كړي. 


د خپل لوى افغانستان د سوكالتيا په هيله