کور / تازه خبرونه / دوه تښتول سوي ایرانیان خوشي سول

دوه تښتول سوي ایرانیان خوشي سول

فرانس پریس آژانس د هرات څخه خبر ورکوی چی دوه هغه ایرانیان چی یوې ساختمانی مؤسسې ته مواد تهیه کوی ، تر ۴۰ ورځو یرغمل وروسته په چهارشنبه د پیسو په بدل کی آزاد سول . حکومتی منبع همایون کامګار وویل چی هغوی د ښار او اسلام کلا تر منځ د اګسټ پر ۱۴ تښتول سوي وو او په فراه ولایت کی ساتل کېدل . پدې وروستیو کی په کابل او هرات کی د پیسو لپاره د خلکو تښتول زیات سوي او بېلابېلی جنایی ډلي دا کارونه کوی . د هرات جنایی آمر علی خان حسین زاده وویل چی په صرف تیرو شپږو میاشتو کی په هرات کی ۲۲ ثبت سوي تښتونی سوي دي .