کور / تازه خبرونه / پاکستانی او امریکایی پوځونو یو پر بل ډزی وکړې

پاکستانی او امریکایی پوځونو یو پر بل ډزی وکړې

فرانس پریس آژانس د یو امریکایی پوځی منبع له قوله خبر ورکړ چی نن پاکستانی او امریکایی پوځونو د پولی سره یو پر بل ډزي وکړې . امریکایی پوځی منبع ګریګوری سمیت په تلیفون کی فرانس پریس ته وویل چی کله پاکستانی پوځ پر دوو امریکایی هلیکوپترونو ډزي وکړې ( چی هغوی د افغانستان په یو نیم میل دننه کی د الوتنی په حال کی وې ) نو زموږ ځمکنیو پوځونود پاکستانیانو د متوجه کولو په غرض د هغوی پر پوځی پوسته ډزی وکړې او هغوی هم په ځواب کی پر موږ ډزي پسی وکړې . ده زیاته کړه چی دا ټکان پنځه دقیقې جاری وو خو دواړو خواوو ته څه زیان نه دﺉ رسېدلی . پاکستان تر اوسه په دې هکله غبرګون نه دﺉ ښودلی . د یو بل خبر له مخی د پاکستان یو جنرال اطهر عباس نن وویل چی زموږ ځواکونو پر امریکایی هلیکوپترونو خطایی ټکان وکړل او هم مو فشنګونه ورخطا کړل تر څو هغوی پوه کړو چی تر پولی را اوښتی یاست . خو امریکایان وایی چی هغوی زموږ پر هلیکوپترونو د افغانستان په دننه کی ډزي وکړې . دواړي خواوی یو بل ملامت کوی .