پر صغیري نجلۍ ۷ جنسی تیري کونکي ونیول سول
پاک ټریبیون نن ولیکل چی په کابل کی د یوې دوولس کلني نجلۍ د دوولسو تښتونکو څخه اووه کسه یې نن ونیول سول . دغو دوولسو نفرو یوه ۱۲ کلنه نجلۍ په کابل کی په دوشنبه تښتولې او په پنځلسمه ناحیه کی یې په یو کور کی ساتلې او هلته یې څو څو واره جنسی تیرﺉ پر کړﺉ و . د کابل جنایی آمر جنرال علی شاه پکتیا وال وویل چی نجلۍ تر علاج لاندی ده او متباقی پنځه مجرمین به هم ژر ونیسی . ویل کیږی چی پر صغیرو نجونوجنسی تیري په کابل او د هېواد په شمال کی زیات سوي چی خلک یې ډېر پریشانه کړي دي .