کور / راپور / جنوب ختيز زون: ښايي راتلونكي ټولټاكنې بريالۍ نه وي

جنوب ختيز زون: ښايي راتلونكي ټولټاكنې بريالۍ نه وي

 جمهوري رياست لپاره راتلونكي ټولټاكنې به په جنوب ختيز زون كې د تير ځل په څير بريالۍ نه وي


په جنوب ختيز زون كې يو شمير قومي مشرانو او سياسي شنونكي وايي چې هغه هيلې چې خلكو ټاكنو ته درلودې تر سره نه شوې چې ښايي له امله يې ډيرى وګړي په ټاكنو كې برخه وانه خلي ، دوى همدارنګه وايي چې امنيتي ستونزو هم په ښه شان د ټولټاكنو د ترسره كيدو مخه نيولې ده.


يو شمير قومي مشران او بيا دا هم وايي چې دوى وار له مخه په خپلو كې غونډې كړي ترڅو د راتلونكي جمهور رئيس لپاره په ښه ډول تصميم ونيسي .


كه څه هم په ځينو ولايتونو كې وار له مخې د جمهوري رياست لپاره د ټول ټاكنو لومړني پړاوونه پيل شوي ، خو د جنوب ختيز زون په ولايتونو كې يو شمير قومي مشرانو او سياسي شنونكي بيا راتلونكو ټاكنو ته اميدوار نه دي، دوى وايي چې كه څه هم په تيرو ولسمشريزو ټاكنو كې په خوست ، پكتيا او پكتيكا ولايتونو كې ولسمشر كرزي ته په ډير اكثريت سره رايې وركړل شوې وې خو دا وار به د ولسمشر په ټاكنونو كې له سخت دقت او سلا مشورو څخه كار واخلي، د دوى په وينا د دولت په لوړو پوستونو كې جنوب ختيز زون ته كمه ونډه وركړل شوې ده.


ځيني نور بيا په دې باور دي چې امنيتي ستونزې به د ټاكنو په بهير ناوړه اغيز وكړي ، دوى وايي چې د خوست ، پكتيا او پكتيا ولايتونو په يوشمير ليرې پرتو سيمو كې د دولت كمزوري او د مخالفينو پياوړتيا پر انتخاباتو اغيز كولاى شي.


همدارنګه په هيواد كې سوداګرۍ او اقتصادي ستونزو ته ددولت نه لاس رسي هم هغه ستونزي دي چې عام وګړي يې نا هيلي كړي دي.


خو بلخوا دخوست ولايت د قومونو او قابيلو رئيس بيا وايي چې راتلونكي ولسمشريزې ټاكنې به په ښه او شفاف ډول تر سره شي.


د يادونې وړ ده چې تير كال په ولسمشريزو ټاكنو كې د خوست ، پكتيا او پكتيكا په ولايتونو كې په سلو كې له نوي څخه زياتې رايې د جمهور رئيس حامد كرزي په ګټه كارول شوې وي.