کور / تازه خبرونه / خوست: ځانمرګي بريد له لسو زيات ټپيان او ووژل

خوست: ځانمرګي بريد له لسو زيات ټپيان او ووژل

د خوست  په ځاځيميدان ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد  د ځايي چارواکو په خبره پېنځه تنه وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.

دا پېښه نن له غرمې لږ وړاندې وشوه د سيمې ولسوال محمديونس ځدراڼ وايي، يوه تن، چې د چاوديدونکو توکو واسکټ يې پر تن ؤ، د ځاځميدان ولسوالۍ په ښارګوټي کې پوليسو ته نېږدې ځان والوزاوه او له امله يې د ده په خبره دوه پوليس او درې عام کسان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.
ولسوال وايي، چې د بريد موخه جنرال عزيزالله ؤ  او پکې ټپي شوى هم دى.
نوموړى په خوست کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره  د همکارو افغان ځواکونو پخوانى قوماندان ؤ او د ميرزاجان نيمګړي په نوم يو ورور يې چې د خوست په قلندر کې ولسوال ؤ، څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا د يوه وسله وال بريد پرمهال ووژل شو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د غه بريد د رسول محمد په نوم، د خوست يوه تن اوسيدونکي کړى او ديارلسو افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
ځاځميدان د خوست په شمال ختيځ کې پرته هغه سرحدي ولسوالي ده، چې د ولايت په کچه ارامه ګڼل کيږي.