امریکایی جنرال : افغانستان د عراق غوندی نه دﺉ
انټرنیشنل هیرالډ ټریبیون ورځپاڼه د اسوشیټیډ پریس په حواله لیکی چی په عراق کی د امریکایی قواوو لوی قوماندان جنرال ډیویډ پترس وویل چی د افغانستان مشکل تر عراق سخت دﺉ . ده وویل چی د افغانی بحران څخه د خلاصون لپاره یوه جامع رسیدګي لازمه ده چی په هغه کی به اصلی توجه پاکستان ته وی چی هغه د بنسټ پالو شتون او رالېږل دی . جنرال پترس چی عراق آرام کړ ، په بدل کی په آینده میاشت کی د امریکا د ټولو ځواکونو د عمومی قوماندان ( لوی درستیز ) دنده ورسپارل کیږی . د دې نوي وظیفې پر مهال به دﺉ ټوله توجه د افغانستان مشکل ته واړوي یعنی امریکایی پوځونه به ډېر کړی ، پاکستان به تر سخت فشار لاندی راولی ، او پر داخلی جوړ جاړي به ټینګار وکړي . ده وویل چی په عراق کی « بیارغاونه » جاري ده حال دا چی په افغانستان کی « رغاونه » جریان لری ، نو ځکه د عراق غوندی دلته هم یوې جامع لاس رسي ته اړتیا سته .