کور / تازه خبرونه / كوټه: د قبيلي پر سر بحث يو ځوان مړ او بل زخمي كړ

كوټه: د قبيلي پر سر بحث يو ځوان مړ او بل زخمي كړ

په كوټه كي د دوو كسانو ترمنځ قبيلوي مجلس په ښكنځلو او جنګ واووښت، چي وروسته يې له امله يو تن مړ او بل زخمي سو.
د كوټي د سيټي تاڼې پوليس وايي دغو كسانو په مشين روډ كي د يوه سلمان په دكان كي تر خپل منځ د قبيلوي لوړوالي او يو بل ته د سپكاوي څخه ډكي خبري كولې، چي ترمنځ يې جګړه وموښته.
د پوليسو په وينا ګل حكيم يې د سيد عنايت د وژني او د محمدنواز چي د همدې سلمانۍ مالك دئ د ټپي كېدو په تور د دكاندارانو په مرسته له وسلې سره يو ځاى نيولئ او دوسيه يې تر تحقيقاتو لاندي ده.