د کابل د نن ورځپاڼو ته کتنه ( ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۸ )
نیټه: د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې ۲۸ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د تیرو اوو کلونو پیښې څیړلي او د شتو ستونزو په وړاندې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په نا غیړۍ انتقاد کړې دې. ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د جمهوري ریاست د کاندید بارک اوبا په حواله لیکلي دي چې په پاکستان کې موجود افراطیون به نورې حملې هم وکړي. ورځپاڼې د راروان ژمي او په افغانستان کې د حملو د زیاتیدو د امکان په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امنیتي چارو د افغاني کولو د ولس مشر حامد کرزي غوښتنه څیړلې. ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغان او امریکايې مشرانو لیدنې ته ځانګړې کړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې د بري لاره د ترورستانو د ځالو په ځپلو کې ده. ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې قبایلو د ترورستانو په وړاندې خپل زغم له لاسه ورکړې دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان او امریکايې مشرانو ترمنځ وروستۍ لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې دواړو مشرانو د یو بل کارونه وستایل. ورځپاڼې د یو روسي چارواکي دا وینا راغستې چې روسیه په پام کې نلري چې د ناټو په اکمالاتي کاروانونو بندیزونه ولږوي. ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ترورزم په وړاندې په روانه جګړه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ مسله څیړلې ده. د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د ولس مشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو دا برخه راغستې چې ویلي د شپیتو کلونو اوږده لار يې په شپږو کلونو کې وهلې ده. ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا د جمهوري ریاست یو بل کاندید جان مکین به په افغانستان کې تیرې تیروتنې بیا تکرار نکړي. ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا وینا هم راغستې چې د افغانستان امنیتي حالت د تیرو دریو میاشتو په پرتله خراب دې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې خبري رسنۍ طالبانو ته ځواک ورکوي. ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان او امریکايې مشرانو په وروستۍ لیدنې تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزي په هیواد کې د عامه خلکو مرګ ژوبله په جدیت سره یاده کړې ده. ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه هم یو تفصیلي مطلب خپور کړې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي. انیس پخپله سرمقاله کې پدې مسلې تبصره کړې چې د افغانستان لپاره کوم ګواښونه جدي دي. خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د روژې د مبارکې میاشتې او په تیره بیا د شب قدر په فضایلو تبصره کړې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ترورزم په وړاندې روانه مبارزه بدلون مومي. ورځپاڼې د پاکستان وروستیو پیښو ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستان پخپله لومه کې نښتې دې. ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان په جنګ کې د بریالیتوب لپاره د ناټو هیله راغستې او لیکلي دي چې ناټو هیله مند دې چې د ځینو پروژو په پلې کولو سره به طالبان کمزوري شي.