کور / نثر / دګل اوملغلرې دزړۀ خواله

دګل اوملغلرې دزړۀ خواله


يووخت ګل اوملغرې ددرياب پرغاړه په يوښه شنه ځای کی دزړۀ خواله کوله، چي په دې ترڅ کی ملغلرې ورڅخه وپوښتل 🙁 ای ګله ! ژوند دي څنګه دی؟ اوانسانان څه ارزښت درکوي؟)
ګل پخپل ارزښت اوژواک باندي وملغلرې ته داسي ځواب ورکړ:
(موږدمځکې پرمخ يوډېرغټ خاندان يو، چي مهم غړی مودګلاب ګل دی چي ډېرښه بوی، زړۀ راښکونکی رنګ اوښکلې څېره لري؛ همدارنګه دنرګس ګل، دچمبېلې ګل،دلاله ګل، اوپه ميلنهاونور۔۔۔)
کله چي ګل داخبرې کولې په لومړی ځل ډېرخوشحاله اوپه څېره کې ئې تازګې اودښکلاڅرک له ورايه جوتېده، خوددې خبرې په اوږدو کي ئې اوازپه لړزېدو، دمخ رنګ والوتې اوپه ډېرافسوس سره ئې خپل بيان ته په ژړغونی اوازسره داسي ادامه ورکړه:
(موږوانسانانوته هيڅ ارزښت نلرودوی موږ ددې لپاره کري چي دوی موصرف بويوی، ښه عطرونه اوسينټونه راڅخه جوړوی، دښکلی رنګ څخه موګټه اخلې اوخپل زړونه په موږ باندي تازه اوروښانه کوي، خوددې اړتياوودپوره کېدونه وروسته موږپه کوڅواوچټلوځايوکي غورځوی ترڅودخاوروشومه شوبل داچي همېشه دخلکودپښوپايماله يو۔۔۔۔۔ځکه نووانسانانوته هيڅ ارزښت نه لرو۔)
په دغه بوګنونکی حالت، ژړااوافسوس کي ئې دملغلرې څخه وپوښتل:
(ته پخپل ژوندڅه رڼاواچوه اوخپل دژوندارزښت راته بيان که؟)
ملغری په روښانه مخ، خندېدونکې خوله،اوخوږه ژبه سره داسي ځواب ورکړ:
(زه وتاته ښه معلومه يمه چي ددرياب په پای کي په ډېريوپټ ځای کي، بياپه يوخړ، زيږ اوکلک پوښ کي په خواږه خوب ويده يمه، ددې سره ـ سره چي دومره پټه يمه بياهم انسانان زمادومره ارزښت لري چي زه ئې هيڅ تصورنشم کولای؛ هغه داچي دوی په شپوـ شپو ځينې وختونه په اونيوـ اونيواوکله خوپه مياشتوـ مياشتوپه ماپسې لټون کوی چي دلټون پرمهال دوی دمختلفوستونزواوکړاوونوسره لاس اوګرېوان دی دبېلګې په ډول: دوی کله دشارک کب سره مخ کيږي اوهغه دانسان لپاره دژوند دختمېدوګواښ دی، کله خوددرياب ترټولوغټ ژوی (لوی شين نهنګ) ورسره مخ کيږی اوورته ګواښ دی، دژووڅخه علاوه کله زه په داسي
 ځای کي يمه چي هلته ټول زهرجن واښه شتون لري چي داټول د انسان لپاره مرګوني ګواښونه دي خوددې ټولوکړاونوسره ـ سره مامومي اودميندلوڅخه وروسته زمادغه ښکلاچي ماساتلې ده هرڅوک ئې نشي رانيولای، اوکه مي رانيسي نومي په تاج کي پرسرباندي ايږدي اويامي زړۀ ته نژدې پر سينې باندي ديوافتخار اودائيمي ښکلاپه ډول سره ځوړنده کوي، چي زه دخپل ژونداوارزښت څخه ډېره زياته خوښ خوشحاله يمه۔)
ګل ورته وويل:( زه که دچاسره دهغه په خوښيوکې دبېلګې په ډول واده، کوزدې۔۔۔۔ کې دچا سره غاړې په غاړې هم شم خوديوې شېبې لپاره قدرلرم اودلنډمهال وروسته بې ارزښته سم، خزان اودخاوروسره خاورې شم ۔ اوس ته داراته ووايه چي ای ملغرې !  تادادومره ارزښت له کومه پيداکی؟
ملغرې بياپه روښانه تندي، غوړېدلې مخ اوخوښۍ سره ځواب ورکړ اوداسی ئې ورته وويل:
(زماګوښه والی اوپټوالي له خلکوڅخه زماارزښت ډېرکړی دی، په ځانګړی ډول سره دازماخړ، زيږاوکلک پوښ چي زه پکښې نغښتې يمه همداپوښ بې قېمته اوبې ساري ارزښت رابښلی دی۔)
اوس موږدګل اوملغرې ددې خبروڅخه څه لاسته راوړو؟
ګل هغه ښځه ده چي بې پردې ګرځې، اوملغلره هغه ښځه ده چي په پرده کې ګرځي.