کور / تازه خبرونه / افغانستان اوس تر عراق ۱۵ چنده زیات تلفات پېښوي

افغانستان اوس تر عراق ۱۵ چنده زیات تلفات پېښوي

د نیو یارک « ویټ وایس » خپرونی د تیری یوې میاشتی د تلفاتو هغه احصایېې او ارقام خپاره کړي چی په افغانستان او عراق کی پر امریکایی پوځ تحمیل سوي دي . په دې تازه راپور کی ویل کیږی چی نن په افغانستان کی امریکایی پوځیانو ته تر عراق پنځلس چنده زیات تلفات ور اوړي . راپور وایی چی په تیرو دیرشو ورځو کی په عراق کی د ( ۱۴۶۰۰۰ ) امریکایی پوځیانو څخه صرف اووه کسه وژل سوي ، حال دا چی په افغانستان کی د صرف ( ۳۳۰۰۰ ) امریکایی عسکرو څخه ۲۲ پوځیان وژل سوي دي چی دا د عراق تقریبأ پنځلس چنده تلفات دي . راپور زیاتوی چی د عراق « بد جنګ » او د افغانستان « ښه جنګ » اوس برعکس سوی دی .