کور / سياسي / د پښتنو نوې غميزه اته كلنه كېږي (ليکنه شېرشاه رشاد)

د پښتنو نوې غميزه اته كلنه كېږي (ليکنه شېرشاه رشاد)

ليكنه : محقق شېرشاه رشاد


لا تـــــر اوســـــــــــه  د ســـــــــرونو انبــارې دي
هسكه مېــــــــنه  او شنـــډنــډ يې نښانې دي
نه سنــــــگين او نه تــــــــگاب دي ځني پــاته
لو پكتيا او پنجوايي تې سترگي سرې دي


د ۱۳۵۲ لمريز كال  د چنگاښ  د اوښتون سره سم  د دولت په ځينو كړيو كي ځيني داسي افراد د دباندنيو استخباراتي  شبكو له خوا د نورو د گټو له پاره  گمارل  سوي ول، چي  د هېواد  پخې  سټي (ستني) لكه شهيد ميوندوال  او داسي نور پښتانه په ډول،ډول   دسيسو  تر تېغ تېر كړي او د  دولت  مشرتابه د شهيد سردار  داود  خان  په شمول  د لانجې تر  پايه په جعلي اسنادو او خبرو وغولوي او يا يې  هم كورټ خبر لانه كړي.
دا لړۍ  تر هغه وغزېده، چي  خپله شهيد  سردار داود خان   او دهغه كورنۍ په دې دسيسه كښي لولپه سول .
د ۱۳۵۷ لمريز كال د اړو دوړ سره د پښتنو  دسياسي ترټني او د دوى د شخصيتونو د له منځه وړني پټ  پټانه څه ښكاره غوندي سوه، ډېر  درانه سياسي، ټولنيز، روحاني  او پوځي شخصيتونه  د مرگي كومي ته ولوېدل، د “مترقي ايډيالوژۍ” تر نامه لاندي  دزړه  خباثتونه، خيري  او ناولتياوي  راڅرگندي سوې  او  دپښتنو  پر ضد ليڅي  راونغښتل سوې .  د دې  غرض له پاره يې خپل وسايل او خپلي توطيې بس ونه گڼلې  او دباندني   ملاتړ  ته يې  اړتيا سوه،  نو ځكه يوه ډله د ببرك   او دستگير په مشرۍ د روسانو  لمني ته  ور ولوېدله، روسانو  ته يې شنه  او زرغونه باغونه انځور كړل او دوى  يې  وهڅول، چي پر افغانستان  بريد وكړي.
تاريخي شواهد دا ښيي، چي  د هر  د باندني  بريد  او  يرغل  په  وړاندي  د دې هېواد  اصيلو ځلمو  سرونه     نثار كړي دي، دا پلا هم  د روسانو  چپاو او  تاړاك ته  پښتانه  ځلمي ودرېدل، سرونه  جار سول، ككرۍ ورژېدې، د دوى  په وينه  د وطن  هره دره  او شېله، غرونه  او رغونه سره سول، خو هيچا د روس  سره معاملې ته زړه نه ښه كاوه، ځكه   دا يې يو تاريخي پېغور باله. 
دروسانو، چي  هم هر څونه  سېك او وس و، درېغ  يې نه كړ،  خپل ټول  پر مختللي  راكټونه  لكه اوراگان، لونا، سكاډ او هوايي بمبارۍ  يې  پر  پښتنو  او پښتني سيمو و كارولې، تر څو خپل  زور يې  وختى او د تېښتې  له پاره  يې  ډيپلوماتيكي لاري پلټلې،  د انگريزانو  د انگېرني خلاف، چي  افغانستان  د دوو اسپنيزو لوښو تر منځ  خاورين لوښى دى، افغانستان، هغه سره سكروټه سوه، چي روسانو  تر ډېري مودې پوري  په لاس  كي نيولاى نه سواى .
 بلاخره  ځړېدلي  غوږونه  او  مړې سترگي  له دې  وياړلي  او سر لوړي  خاوري څخه وشړل سول، خو زړه  يې له خروښه  ډك پاته سو.
له وتلو  وروسته  يې  دخپلو  تالي څټو او گوډا گيانو  په مرسته پر دې خلگو  باندي  ډېري  ژرندي  وچلولې،   پښتنو  ته يې  پر هر  گام  لومه ايښول، د ډاكټر نجيب  او دهغه د دفاع  وزير تڼي  تر  منځ  يې توره كټو تېره كړله، په سپينه ورځ يې يو بل ته سره ببر كړل، د كودتا نوم يې  پر كښېښوو  او په دې نامه  يې دافغانستان  د پوځ (ا ُردو)  زړه، تر سلو زيات  تكړه، مجرب، پوه او مسلكي  پښتانه  جنرالان  يې  د مرگي  كومي ته  وسپارل  او پر ځاى يې  ځينو ………  ته  د جنرالۍ لقبونه  وركړل، خو دې  بې پاسو د ډاكټر  نجيب  په نمكدان كي هم  ………. وكړل.
د ډاكټر  نجيب  د واكمنۍ  سوله ايز  اوښتون  ته د ببرك  ځينو وفادارو  شاگردانو  د خپلو پټو  انډيوالانو  سره توطيه  جوړه كړه، خپل  پخواني گوندي ملگري يې د پښتون والي  په خاطر  په دفترو كي و وژل  او په عقيدې  او ايديالوژۍ  يو بل  ته دښنه  د يو نژادتوب  په خاطر  د يو بل  پر څنگ كښېنستل.
دا پلا  د كابل ښار  د دې  توطيې سپلنى سو،  پر دې  ښكلي  ښار باندي  د اوزگړو  غوبل جوړ سو، بشري ناخوالو او انارشۍ  د پنځوسو – شپېتو  زرو  انسانانو  ژوند وخوړ، په لكو، لكو  انسانان  يې له خپلو  كورو  څخه وشړل، په سوو پېغلي  او ښځي  يې بدلمني كړلې، په زرو – زرو مېخونه  يې  په سرو كي  ټك وهل، په سوو، سوو تيان  يې له ښځو  پرې كړل، بېلران  او كانتينران  يې په ژونديو انسانانو  ډك كړل، په مړو ايشلي وسولې، ناوياني  له ودو څخه  و تښتولي سوې، كور په كور  جگړو نوره هم  وينه  ايشوله  او د انسانانو  ككرۍ  يې  په كښي  پخولې.
پوره  څلور كاله  دا ناخوالي  پر كابل  واكمني وې،د هر سالم  او عاقل  انسان  تر زغم  وتلې وه،  د دې ټول فساد، شر، ورانۍ او تباهۍ د وركېدو له پاره، كه رشتيا ته غاړه كښېږدو، د طالبانو  سخت دريځه  خوځښت  دټولو  دردېدلو او كړېدلو انسانانو  زړو ته ملهم و. هر  هوښيار  په دې  پوهېدى، تر دې چي  پت  او ناموس يې خوندي نه وي  او ژوند يې په مړه سپڼسي تړلى وي،  د طالبانو  جبري  ږيري اوږدولو، د نجونو  د ښوونځيو  تړلو، د ښځو پر كارونو  بنديز لگولو  او داسي  نورو سخت  دريځيو  ته يې  د څه مودې له پاره  زړه ښه كاوه.
د دې خوځښت له بركته  د هېواد  په ډېرو  سيمو كي  د شر او فساد  لمنه  ټوله سوه، خو نړيوالو  استخباراتي  سياستونو  د خپل پوځي، اقتصادي او سياسي  موخو له پاره  د سيمه ايزو  ايجنټانو  پر لاس  د طالبانو  يو مخه ايز  برى نه غوښت، او نړۍ  ته يې دا ښووله، چي  په هغه  بل لوري كي لا  تر اوسه  څه سا چليږي او پر مخ له منځه تللي نه دي.
ځيني شواهد  دا ښيي، چي  امريكا  د خپلو پوځي  سيالانو  په وړاندي و دې  سيمي  ته د خپل  پوځي  طاقت  او قدرت  د حضور  له پاره  داسي پلمې لټولې، چي  دې سيمي  ته د راتگ له پاره  يې څوك  خنډ نه سي او د هغه  تر څنگ خپل لويديزوال  هېوادونه،  په منځنۍ او ليري  اسيا كي  پراته  خپل  انډيوالان  په خپل  دغه  پوځي  حضور نه يوازي  قانع كړي، بلكي د دې لوى  ستراتيژيك هدف د سرته رسوني  له پاره  څه لگښت  او حتى  پوځي  گډون هم پر غاړه واخلي.
د دغه غرض له پاره  عمومي مفكوره دا وه، چي  په اروپا  او امريكا كي  بايد د طالبانو  د سخت  دريځۍ په اړه ذهنيت واړول سي، د سخت دريځيو مخنيوى  او حل پر ټپه  نا ممكن  وښول سي،  څو  د حل يوازنۍ لاره  پو ځي  عمل ته  ودريږي.
د دغه احتمالي عمل  د پلي كېدو له پاره  يې په طالبانو  كي هغه اړخ ډېر  پياوړى كړ، چي  په باميان  كي دنړۍ  تر ټولو  جگو  تاريخي او لرغونو  بتانو نړولو  ته لاره هواره  سي او د ۲۰۰۱ م كال  په مارچ كي دا كرغېړن عمل  تر سره هم سو.  په جاپان  او چين كي، چي  د طالب  په اړه څه نسبي ښه نظر  و، هغه يې هم واړاوه.
د ۲۰۰۱ م كال  د سپټمبر  خونړۍ  پېښه  په امريكا كي، چي د عاملينو په اړه  يې  لا تر اوسه  هم دنړۍ ډېر خلك زړه نا زړه  دي او شك يې  په يقين  اوښتى نه دى، په افغانستان  كي د شمال  ټلوالي له پاره  د زوى زېرى  و، ځكه  واك  ته تږي اقليتونه  چي  د غوڅ اكثريت  په وړاندي  له قانوني  او حقوقي  لاري واك  ته نه سي  رسېدلاى  او غواړي  تر  خپلو حقونو  پښې ډېري  و غزوي، نو دملي مصلحتونو خلاف  نژدې  لاره يې  د ا بولي، چي  پر دي  قوتونه  پر څټ كښېنئ او په خپل  هېواد  كي د لنډمهالي واكمنۍ  له پاره هېواد كنډوكپر كړى او غوڅ اكثريت وځبي.
د دغسي يو غرض له پاره،  په سيمه  كي د ځينو نړيوالو او سيمه ايزو شبكو  له خوا  د قومي  او مذهبي  جوړښت داسي جعلي  سر شمېرني ( احصائيې) خپرې سوې،  چي په افغانستان  كي يې  غوڅ ۶۵- ۷۰  فيصده اكثريت پښتون  اته دېرش (۳۸) فيصده  وښووى  او په دې  توگه يې  غوښتل نړۍ  ته  دا وښيي، چي طالبان  مطلق پښتانه  دي او دوى  د يو  ” اقليت”  په توگه پر ” اكثريت ؟”  باندي واك  چلوي .
د روسانو پر لاسو د دې سرې  سكروټي ټپونو لا خيږ  نيولى نه و، چي د ۲۰۰۱ بدشگونه كال  د اكتوبر  پر  اوومه  د افغانانو  پر وياړلي  او سر لوړي  خاوري  باندي  د نوي  غميزي  خونړۍ  لړۍ  پيل سوه.
يوازي  په څو  لومړيو  ورځو  كي د امريكائيانو په بمباريو  كي د څو زرو انسانانو ژوند  ځني واخيسته سو او وسلو  جوړونكو  دولتو  او سازمانو  په جگه  غاړه  دا وياړ كاوه، چي داسي پرمختللي، دقيق لېدونكي او دقيق  ويشتوونكي وسلې يې جوړي كړي دي، چي  پر مځكه يو ” تروريست”  ځني پټېدلاى نه سي او په ويشتلو  كي يو انچ  له خپلي  نخښي نه خطا وزي .
د نړيوالو  ايله سرو د بمباريو  تر څنگ د دوى  رابلونكو  انډيوالانو  هم په طالبانو  ښه نوك  خوږكئ، په تخار، كندز، مزار، او شبرغان  كي يې په  ډول، ډول  ډوكو  او چمو په سوو، سوو تنكي  ځوانان په كانټينرانو  كي  ووژل  او  دخپلو  بادارانو  د خوشالۍ له پاره يې د انسانانو  په  وژنه  كي ډول، ډول  ابتكار هم كاوه.
دوى  يوازي  د پښتنو طالبانو په وژنه بسنه  ونه كړه، بلكي  په ډېر  وقاحت او سپين سترگي يې په شمال  كي په زرو – زرو استوگني پښتنې كورنۍ له خپلي مېني او كورو څخه  وشړلې او د ځينو كورنيو پر ناموس  او پت يې تېرى لاهم  ” د بشر  د حقونو” د مدعيانو  له خوا وركړى حق باله، چي  په دې  نژدو  ورځو كي  دتخار  د خواجه بهاوالدين  د سيمي د پښتنو  ستنېده و خپلو كورو ته  او د ځينو  زور واكو له خوا ټول   زاړه، واړه، ښځي او نر  په يو محبس  غوندي  ځاى  كي بېله  كومو خوړو  او اوبو  د روژې په دې مباركه مياشت  كي اچول  يې د پورتنۍ خبري  ښه ثبوت دى.
سږ كال د اكتوبر پر اوومه د دې غم لړلي ورځي  اووه كاله پوره كېږي، دا به  ومنو، چي په دې كلو كي  به ډېر سړكان  پاخه سوي وي، جگي، جگي  ودانۍ به جوړي سوي وي، ماركېټونه به جوړ سوي وي، د موبائيل كمپنۍ به ډيري سوي وي، تلويزيونونه او راډيوگاني به له شمېره وتلي  فعاله سوي  وي …..  او داسي  نور ډېر فرعي  كارونه به په اقتصادي برخه كي سوي وي، خو دا ټولو كارونو ته به مو هله زړه ښه كړى واى، چي  موږ پښتنو ته دا هر فرعي كار  د زرو_ زرو ككريو  په بيه پرېوتى  نه واى.
تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته  جرمني، جاپان او جنوبي  كوريا ته  د امريكائيانو  د پوځي حضور او  اقتصادي ملگرتيا  حالت  د افغانستان  له  اوسنيو شرايطو سره  ډېر توپير درلود، په هغو  هېوادو كي سياسي مشرانو له پوځي مخامختيا څخه  لاس واخيست، خو د اقتصادي  مرستو  او د امريكائيانو د پوځي  حضور  له امله يې، سياسي خپلواكي  او ملي واكمني د چا سره معامله نه كړه، خو په افغانستان كي  برعكس  اووه كلن سياسي حالت  دا ښيي، چي  د اقتصادي  مرستو  او ژمنو  په  وړاندي سياسي خپلواكي، ملي واكمني او تصميم نيوونكې قوه د افغانانو  له لاسه  وتلې  ښكاري، دا هغه څه دي چي،  د پښتنو له پاره د زغم وړ نه دي . افغانان ( پښتانه) هغه مېړنى او جنگيالى اولس دى، چي په هيڅ ډول په خپلو كورنيو چارو كي  پردۍ  لاسوهنه نه سي زغملاى او په هيڅ بيه د سياسي خپلواكۍ او ملي واكمنۍ  معاملې ته زړه نه ښه كوي.
اوس اووه  كاله وروسته  هم هره ورځ   د كورنيو  او دباندنيو  راډيوگانو  له خولي  اورو، چي  نن په پلانۍ سيمه كي د واده، ختم،  خيرات پر خلكو، د سپرليو پر كاروان، د كليو پر جومات، د باغو د اوبو پر وېش، د …. باندي  د نړيوالو  ځواكو له خوا په  ” تېروتنه ” كي بمبارۍ  وسوې او په ترڅ كي  يې په لسو، او كله  په سوو  انسانان، چي ښځي،كوچنيان، او زاړه  هم په كښي سته، و وژل سول.
 د وسلو جوړونكو  هغه لاپي  او باټي  څه سوې، چي په ويشتلو  كي يو انچ نه خطاوتل او يا به هم  دا لاپي  او باټي  نه وې، دا به رشتيا وي، او د دوى  نخښه به زموږ  پښتنو عام وگړي  او اولسي  خلك وي.
كه  د   “سپټمبر ايلون”   د خو نړۍ پېښي د غچ  او بدل اخيستلو نيت او مراد  وي،نو پښتانه  خورا ښه متل لري :


 
”  وينه په وينو نه پرېولــله كېږي!  “


نړيواله ټولنه بايد د افغان اولس ( پښتنو) سره په خپلو اړيكيو كي  دوني حساسه  واوسي، څو اوسنۍ لانجه هغه نازك حالت ته ونه رسېږي، چي د بيرته پخلا كېدو  ټولي لاري  وتړلي سي. ځكه پښتون هغه قوم دى، چي  د ښو ډېر احسانمن او  له بدو ډېر كركجن دى،  كه دوستي وي، كه دښمني، هر څه يې بربنډه خوښېږي، نه په پټه.
د نړۍ په اوسني شرايطو كي، چي  امريكا ضد روحيه  او د كركي ډك احساسات له امريكا څخه ورځ په ورځ  پياوړي كېږي، كه رشتيا هم  د ايزنهاور  د ډكټورين  دپلي كېدو پلان په سر كي نه وي او د افغانستان او سيمي  د اوسنۍ لانجمني مسلې حل ته  په سپېڅلې توگه، نړيوال  او د دوى په سركي امريكا لېواله وي، تر هر څه وړاندي  له دې ټولني څخه  ژوري پېژندني ته اړتيا ده، چي  په دې ټولنه كي   د واك او قدرت  رښتيني  او واقعي  منابع  وپېژني او د دې تر څنگ د ازادي غوښتونكو  سركښيو  د اېلولو له پاره  ژور تدبير  او سياسي درايت ته  تر هر ډول پوځي كړني زړه ښه كړي.
كه بيا هم زور واكان له  خپلي  سر زورۍ  څخه نه رالوېږي، نو دا دي واوري :


لېونتوب  له لېونو نه تلونى نه دى       كه يې راج په خونه ورسي كه تاراج


پاى