وسلوالو غلو ۸۰۰ کسان لوټ کړل

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 13th, 2008


د « ققنوس » خبری شبکې خبر ورکړ چی په شنبه د سهار پر ۸ بجو وسلوالو غلو د هرا ت کندهار پر لویه لار اته سوه کسان وشکول . خبر وایی چی د بسونو او موټرو دغه اوږد کاروان چی د هرات څخه کابل ته روان و ، د دلارام او شینډنډ تر منځ وسلوالو غلو راوګرځاوه او د هغوی ټول شته ، پیسې او هر څه یې ترې یووړل او یو سپرلی یې وویشت او زخمی یې کړ . سپرلیو پر حکومتی پولیسو او هم اردو باندی سخت انتقاد وکړ ځکه هغوی د دوی د لوټولو مخ را ونه ګرځاوه حال دا چی پدې کاروان کی ورسره ملګري وو خو څه شېبه مخکی ترې جدا سوي وو . ویل کیږی چی دا د « ښوراو » د غلو ډېر لوی عملیات وو . د کابل داخله او دفاع وزارتونو پدې هکله غبرګون نه دﺉ ښودلی .

Copyright Larawbar 2007-2024