کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قبرونو مبارکي ومنئ !!

قبرونو مبارکي ومنئ !!


قبرونو ، مبارکي ومنئ !!

رحمت ولي او ډاکټرصاحب علي خيل ! تاسوته يو زيرى لرم . خبر شوئ ؟  ستاسو ملګرو چې د مرګ ويره لکه سيورى ورپسې وي  ، د تانزانيا د کرکټ په سياليوکې کوربه هېواد ، جرسي ، فيجي ، هانکانګ او  ايټاليا  ته ماتې ورکړه .
 هغوى په دغو سياليوکې خپله وړتيا وښوده او د چارواکيو له لاسه د بدنامه افغانستان ، ملي بيرغ يې ورپاوه .
 ښاغلو !
 زه پوهېږم ، تاسو به دغه زيري ته ډېر په تمه وۍ ، په اورېدو به يې ډېر خوشحاله شوي ياست خو ځواب نه شئ راکولى .
 په تاسو اوس د سولې مدافعانو او د کافرانو پر وړاندې جنګېدونکيو دومره خاورې اړولي چې غږ مو بيرون نه راوځي .
 خبر شوئ !؟
د کرکټ ملي لوبډلې اوس درېيم ډويژن ته لاره ومونده او د هغو شپږو هېوادونو په ليکه کې ودرېده  چې درې مياشتې وروسته به د ٢٠١١ نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ،  په ارجنټاين کې سره مقابله کوي .
دغو سياليو ته د رسېدو لپاره به تاسو هم ډېر په تمه وئ ، خو چا مو دغه هيله پرې کړه .
  خو پوهېږئ ؟
 موږ ستاسو وژنې ډېر وېرولي يوو ، درې مياشتې ډېروخت دى ، دلته هره ورځ په لسګونو انسانان وژل کېږي ،  هسې نه په دغه موده کې خداى مه کړه زموږ کوم پاتې ورزشکار د ترهګر او يا جاسوس په پلمه  ووژل شي .
 دلته  انسان وژنه يو عادي کار ګرځېدلى ، نه د بشر حقونه مراعاتيږي او نه څوک د خداى له عذابه وېره لري ، هرڅوک هرڅوک وژلى  شي .
 تاسو به خامخا خبر شوي ياست ، ستاسو وژنه يواځې د خواشينيئ په پيغامونوسړه شوه ، کليوالو مو مظاهرې  وکړې ، شعارونه يې ورکړل خو قاتلانو ته د هيچا لاس ونه رسېد .
 پوهېږئ ؟
 ستاسو کلي کې څوک سوله نه غواړي ، سوله خوشې شعار دى ، دلته  د سولې مدافعان د سولې دښمنان دي ، که داسې نه وي نو ورزشکار خو د سولې سفير بلل کېږي ،  د سولې د سفير وژنه له سولې سره له دښمنۍ پرته بل کوم تعبير لري ؟؟
 ملګرو !
 دلته واک د بدرنګو په لاس دى ، بدرنګه په خپل چم کې ښکلا نه شي زغملى ، تاسو د نور محمد لاهو دا شعر نه و اورېدلى :
 د ګل ونې تنې سر دې څه شو وايه !؟
 پاڼو غږ را باندې وکړ :
 هغه تاسو زنداني کړ
 د مارانو جيلخانه کې
– اوف ګناه يې څه وه پاڼو !؟
 – هغه ځوان و او ډېر ښکلى

  يادښت :
رحمت ولي ، د کرکټ ملي لوبډلې غړى و چې د وږي په لومړيو کې د ناټو تر قوماندې لاندې امريکايي ځواکونو په خوست کې په خپل کور کې د شپې لخوا وواژه .
ډاکټر علي خيل ، د پکتيکا داولمپيک يا ورزشي امر و چې وسلوالو مخالفانو د روانې مياشتې  په ١٢مه شپه ، له تښتولو وروسته وواژه .
 امنيتي ځواکونو دغه وژونکي طالبان بللي وو ،  خو مقابل لوري د وژنې مسووليت نه و اخستى .